ليتوانيا په ۲۰۲۱ کال پر سرحد د کټارې جګولو کار پېل کړ. انځور: رویټرز، جانیس لایزنس
ليتوانيا په ۲۰۲۱ کال پر سرحد د کټارې جګولو کار پېل کړ. انځور: رویټرز، جانیس لایزنس

د اروپايي اتحاديې پر ختيځه باندنۍ پوله د مهاجرت د بحران په ترڅ کي ليتوانيا د سپيني روسيې سره پر پوله بېړنی حالت اعلان کړی ؤ.

ليتوانيا غواړي چي د سپيني روسيې يا بېلا روس سره پر پوله بېړنی حالت نور تمديد نکړي. ليتوانيا هيواد چي د اروپايي اتحاديې غړی هيواد دی، د بېلاروس سره پوله يې د اروپايي اتحاديې باندنۍ ختيځه پوله تشکيولي. پر دغه پوله داخل کيدونکي مهاجر اروپايي اتحاديې ته داخليږي. 

د بي انې اس خبري آژانس د خبر له مي د ليتوانيا لومړۍ وزيري اينګريدا سيمونتې د چهارشنبې په ورځ وويل چي له پارلمان څخه به د بېړني حالت او ورسره تړلو اقداماتو د تمديد غوښتنه ونکړي. دا په داسي حال کي ده چي پر ياد پوله روان بېړنی حالت او ورسره تړلي اقدامات به د روانې جنورۍ مياشتي تر ۱۴مې نېټي پوري جاري پاته سي او د هغه وروسته به ښايي تمديد نسي. دغه اضطراري حالت د ۲۰۲۱ کال د نوامبر مياشتي په ۱۰ اعلان سوی ؤ او د سپيني روسيې له سرحد څخه نيولې بيا تر ۵ کلومترۍ پوري د ليتوانيا هيواد دننه قابل عمل ؤ. 

له مياشتو راهيسي مهاجر کوښښ کوي چي له سپيني روسيې څخه د اروپايي اتحاديې ختيځو باندنيو پولو يعني پولنډ او بالټيک هيوادونو ته داخل سي. اروپايي اتحاديه د سپيني روسيې پر واکمن اليکزاندر لوکاشېنکو تور لګوي چي د نړۍ له بحراني سيمو څخه مهاجر سپيني روسيې ته راجلبوي او بيا يې د اروپايي اتحاديې د ختيځو پولو له لاري و دغې اتحاديې ته د داخلېدو له پاره رهنمايي کوي. خو مينسک دا ټول تورونه ردوي.

د هغه وروسته چي په لوړ شمير له روسيې څخه و ليتوانيا پولو ته د مهاجرو د ننوتلو پيښي زياته سوې، نو ليتوانيا پر پوله د کټارې په جوړلو پېل وکړ. د ليتوانيا سرحد ساتونکي د ۲۰۲۱ کال له اګست مياشتي راهيسي مهاجر له پولي څخه جوابوي. د هغه راهيسي ۸۱۰۰ مهاجر له دې راګرځول سوي چي ليتوانيا ته داخل سي.

آ./ا.ا.