اژه سمندر. انځور: رویټرز
اژه سمندر. انځور: رویټرز

یوناني‌ چارواکي‌ وایي‌ د اژې په سمندر کې د کډوالو د کښتۍ د ډوبېدو پېښې پنځه لس ورځې وروسته پرون پنجشنبه د څلورو کسانو مړي‌ په ډېر بد حالت کې موندل شوي دي.

د یونان فولګاندروس ټاپو ته څېرمه د کډوالو د کښتۍ د ډوبېدو پېښې ۱۵ ورځې وروسته څلور مړي موندل شوي‌ دي. د ځایي رسنۍ اکاتمریني د یو راپور له مخې موندل شوي مړي ډېر خراب شوي دي.

چارواکو زیاته کړې، دوی د یوې ۳۰ تر ۳۵ کلنې مېرمنې،‌ یوې ۱۰ تر ۱۳ کلنې ماشومې او د یو ځوان سړي مړي‌ د ناکسوس ټاپو په اوبو کې موندلي دي. 

د یوې بلې ماشومې مړی بیا د پاروس ټاپو په یو ساحل کې موندل شوی دی.

ټاکل شوې ده چې موندل شوي مړي به د لا زیاتو تحقیقاتو لپاره پیرایوس ادارې ته واستول شي.

د تېر دسمبر پر ۲۲مه د یونان د فولګاندروس ټاپو په ساحلي‌ اوبو کې چارواکو د درېو ناپېژانده کسانو مړي وموندل او ۱۲ نور مهاجر یې چې ډېری یې د عراق وګړي‌ وو وژغورل‌.

دې پېښه کې ژوندي پاتي کسانو ویلي وو چې ۱۷ تنه نور کډوال لادرکه دي.

همدا راز د ډسمبر په ۲۴مه د اژې په سمندر کې د یونان سمندري ځواکونو د ۱۶ کډوالو مړي و موندل او ۶۳ تنه نور يی له سمندر څخه و ژغورل. دغه کډوال له ترکیې څخه د یونان پر لور روان وو.

له دې پیښې یوه ورځې وړاندې د دسمبر په ۲۳ هم د یونان په اوبو کې ۱۱ کډوال خپل ژوند له لاسه ورکړ. دغه پیښه د یونان په جنوب کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې په کښتۍ کې کابو ۱۰۰ سپاره کډوال له ترکیې څخه د یونان پر لور روان وو.

د کډوالو په چارواکو د ملګرو ملتونو ادارې تېر دسمبر وویل چې په ۲۰۲۱ کې تر ۱۱۶ زره ډېر پناه غوښتونکي اروپایي‌ هیوادونو ته د راتګ په موخه د مدیترانې له لارې سفرونه کړي دي. د یادې ادارې په حواله ۵۵ سلنه کډوال ایټالیا،‌ ۳۵ سلنه اسپانیا او ۷ سلنه بیا یونان ته تللي دي. 

 

نورې ليکنې