عمران ملاخیل ته یوه ډاکټره د اوفي دفتر کې د کرونا واکسین تطبیقوي. انځور: کډوال نیوز. جنوری ۲۰۲۲
عمران ملاخیل ته یوه ډاکټره د اوفي دفتر کې د کرونا واکسین تطبیقوي. انځور: کډوال نیوز. جنوری ۲۰۲۲

د فرانسې په پلازمینه پاریس ښار کې د پناه غوښتنې او ادغام دفتر (اوفي) هغه ځای دی چې هره ورځ د نورو پناه غوښتونکو ترڅنګ لسګونه افغانان هم ورته د پناه غوښتنې د ثبت لپاره ورځي. په دغه دفتر کې د کرونا واکسین یو مرکز هم جوړ شوی چې پناه غوښتونکو ته د کرونا واکسین آسانتیا برابروي.

د پاریس په شمال کې د «بولي وار نی» سیمه کې د اوفي ودانۍ هغه ځای دی چې پناه غوښتونکي پاریس ته له راتګ سره سم دغلته د پناه غوښتنه ثبتوي. په همدغه ودانۍ کې یو شمیر نور دفترونه هم شته چې د دوې ادارې کارونه ترسره کوي، خو اوس دغلته د کرونا واکسین یو مرکز هم جوړ شوی او پناه غوښتونکي د خپلو اداري کارونو پر مهال کولای شي په ورته وخت واکسین هم تر سره کړي.

د دغه مرکز یوه ډاکتړه فرانسوا اودات د جنورۍ په ۵، کډوال نیوز ته وویل: «دلته چې خلک راځي د د ویني فشار يي ګورو، دوې په خپله ژبه یو پوښتنلیک ډکوي او بیا واکسین ترسره کوي. وروسته بیا دا خلک د ۱۵ دقیقو لپاره ساتل کیږي او د راتلونکي ډوز واکسین په اړه ورته معلومات ورکول کیږي.»

مسولین وايي چې مراجعینو ته د اروپايي ټولنې لخوا منل شوی د واکسن سند ورکول کیږي چې له دې سره دوې کولای شي سفر وکړي، رستورانت او نور ځایونو ته ورشي او همدارنګه له دې سره کولای شي خپل راتلونکي ډوز واکسینونه هم ترسره کړي.

د واکسین دغه مرکز چې د یو روغتیايي ټیم لخوا اداره کیږي، د روان کال د اکتوبر له میاشتې څخه خپل کار پیل کړی چې تر دې مهال يي له ۶۰۰ څخه ډیر پناه غوښتونکي واکسین کړي او هره ورځ شاوخوا ۲۰ کسان د واکسین لپاره ورځي او په وړیا ډول واکسین کوي.

«د واکسین مرکز ډیری مراجعین افغانان دي»

د واکسین مرکز مسولین وايي چې ډیرۍ مراجعین يي افغان ځوانان دي خو دغلته د ایران، بنګله دیش او یو شمیر نورو هیوادونو اتباع هم لیدل کیږي. یو شمیر افغانان چې دغه مرکز ته د واکسین لپاره راغلي وايي چې د خپل ځان او ټولنې د ژغورلو لپاره غواړي د کورنا واکسین ترسره کړي.

شپږ ویشت کلن عمران ملاخیل چې څلور میاشتې وړاندې د طالبانو له ویرې افغانستان څخه په ناقانونه لارو فرانسې ته رسیدلی او دغه مرکز ته د واکسین لپاره راغلی وايي چې له کرونا ویروس څخه د ژغورنې لپاره ماسک کاروي، خپل لاسونه په منظم ډول وینځي او له مردارو توکو ځان ساتي. هغه وویل: «که چیرې واکسین و نه کړم ښايي مړ شم.»

ملاخیل چې مخکې د پاریس په شاوخوا سیمو کې تر خیمې لاندې ژوند کاوه، اوس ځکه خوشحاله دی چې دولت ورته د فرانسې په لویدیځ «رن» ښار کې کور ورکړی او راتلونکی اونۍ باید خپل نوی کور ته ورشي. نوموړی باید د واکسین راتلونکی ډوز په دغه ښار کې ترسره کړي.

د اوفي د واکسین په مرکز کې عمران او ډاکټر. انځور: کډوال نیوز. جنوري ۲۰۲۲
د اوفي د واکسین په مرکز کې عمران او ډاکټر. انځور: کډوال نیوز. جنوري ۲۰۲۲

دوه ویشت کلن سمیع الله هم چې د خپلو اداري کارونو لپاره د اوفي ودانۍ ته ورغلی او دغلته يي واکسین هم کړی وايي چې کرونا ویروس د مرګ او ټولنې د خرابیدو لامل ګرځي، نو باید واکسین وکړي. سمیع الله ته هم په «رن» ښار کې کور ورکړل شوی او راتلونکي اونۍ باید هلته ورشي.

الکساندر مکون هغه ډاکتر دی چې په فارسي ژبه هم خبري کوي او له سمیع الله غواړي چې راتلونکی ډوز واکسین خپل استوګنځای سره نږدې وکړي.

د نورو هیوادونو واکسین

یو شمیر پناه غوښتونکي فرانسې ته له راتګ وړاندې په نورو ملکونو کې یو یا دوه ډوزه واکسین شوی وي خو ځینو سره بیا سند موجود نه وي. ځینو سره بیا د واکسن سند هم وي خو په اروپا کې د منلو نه وي. د واکسین مرکز مسولین وايي چې دغه خلک باید د خپل واکسین سند د بدلولو لپاره په درملتون کې ۳۷ یورو ورکړي چې د دغو پیسو لګښت د دوې لپاره ستونزمن دی.

الکساندر مکون وايي: «هغه خلک چې په نورو هیوادونو کې له وړاندې یو ډوز یا دوه ډوزه واکسین کړی وي او اروپا کې يي سند رسمیت ولري نو مونږ هڅه کوو چې بل ډوز واکسین ور ته وکړو.» هغه وايي: «که سند موجود نه وي نو مونږ باید له سره واکسین ورته تطبیق کړو.»

احمد یو له دغو پناه غوښتونکو څخه دی چې په دوبۍ کې يي دوه ځلې واکسین ترسره کړی خو سند ورسره نشته. هغه چې د بنګله دیش اوسیدونکی دی وايي چې په دوبۍ کې يي د فایزر دوه ډوزه واکسین کړی خو سند يي له ټیلفون څخه ورک شوی دی. ډاکټرانو نوموړي ته له سره د کورنا واکسین ترسره کړ.

نور ولولئ: فرانسه: کالې کې د جولای میاشتې په جریان کې مهاجرو ته واکسین لګول کېږي

د اوفي د واکسیناسیون همغږی کوونکی کریم لاوابدیا د پناه غوښتونکو لپاره واکسین اړین بولي او له دوې غواړي چې دغه فرصت له لاسره ور نه کړي او ځان واکسین کړي.

هغه وايي چې داسې پناه غوښتونکي هم دغلته راځي چې د کډوالۍ پر لار له ګڼو روغتیايي ستونزو سره مخامخ وي او یا هم په بدن کې يي ټپونه موجود وي. د کریم په خبره دا ډول خلکو ته نورو ځایونو ته د وړیا روغتیايي خدماتو ته د ورتګ لپاره لارښوونه کیږي.

فرانسه یو له هغو هیوادونو دی چې د کرونا ویروس د نوې بنې اومیکرون کچه په کې په چټګۍ په خپریدو ده او واکسین په دغه هیواد کې حتمي بلل شوی. چارواکو ویلي چې تر دې مهاله په ټول هیواد کې له ۲۵ میلیونو څخه ډیرو خلکو دریم ډوز واکسین ترسره کړی دی.

 

نورې ليکنې