اژه سمندر کې د مهاجرو کښتۍ. انځور:‌ پېکچر الاینز
اژه سمندر کې د مهاجرو کښتۍ. انځور:‌ پېکچر الاینز

ناروېژی سازمان ایجین بوت ریپورت وایي په ۲۰۲۱ کې یې له یوناني ټاپوګانو څخه د کډوالو په شا تمبولو ۶۲۹ پېښې ثبت کړې دي. د یاد سازمان په حواله د کډوالو د شړل کېدو ډېری پېښې د یونان په لېسبوس او ساموس ټاپوګانو کې ثبت شوې دي.

د ایجین بوت ریپورت په نامه سازمان په خپل تازه راپور کې چې د جنورۍ پر ۶مه خپور شوی وایي په ۲۰۲۱ کې یې له یوناني ټاپوګانو څخه د کډوالو په شا تمبولو ۶۲۹ پېښې ثبت کړې دي. دې راپور کې راغلي دي چې ۳۷۱ پېښې یوازې لېسبوس او ساموس ټاپوګانو کې ثبت شوې دي.

د بېلګې په توګه، د تېرې ډسمبر میاشتې په وروستیو ورځو کې د کډوالو یوه ۴۱ کسیزه ډله د یونان خیوس ټاپو ته ورسېدله.‌ یاد سازمان وایي چې دوی ټاپو ته له رسېدو سره سم ترکیې ته د شړل کېدو له وېرې ځنګل کې پټ شول.

لږ وروسته ایجین بوت ریپورت سازمان داسې انځورونه ترلاسه کړل چې د پولیسو یو موټر او پوځي کسان پکې لیدل کېدل.‌ د راپور چمتو کوونکي وایي: «موږ دا خبره تاییدولی شو چې پولیسو دوی موندلي،‌ شخصي وسایل یې نیولي او له خیوس څخه یې شړلي دي.»

یاد سازمان زیاتوي چې داسې ثبوت ورسره دی چې ښيي چې نوموړي مهاجر بېرته ترکیې ته استول شوي دي. د ډسمبر پر ۳۱مه ترکي سرتېرو د چشمې په ساحلي‌ اوبو کې یوه کښتۍ وژغورله چې ۲۷ کسان پکې سپاره ول. د ایجین بوت ریپورت په حواله ترلاسه شوي انځورونه او ویډیوګانې ښيي چې دا هماغه کسان دي چې له خیوس ټاپو څخه شړل شوي وو.

بیا ولولئ: ترکیې د یوناني ځواکونو له خوا شړل شوي لسګونه کډوال ژغورلي

راپور کې دا هم راغلي دي چې د ۲۰۲۰ له مارچ میاشتې راهیسې نږدې ۲۶۰۰۰ کسان په ناقانونه طریقه له یونان څخه شړل شوي دي.

همدارنګه د تېرو ۲۲ میاشتو په جریان کې ۴۸۴ کښتۍ اژې سمندر کې له خپل مسیره منحرفې شوې دي. دغو کښتیو کې ټولټال ۸۴۰۰ کسان سپاره ول.

له ډېری مودې راهیسې د بشري حقونو سازمانونه یونان په دې تورنوي چې اژه سمندر کې د کډوالو کښتۍ بېرته د ترکیې پر لور شړي،‌ خو یوناني‌ چارواکي دغه ادعاوې ناسمې بولي. اروپایي ټولنې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ څو ځله له یونانه د یادو ادعاوو په هکله د پلټنو غوښتنه کړې ده،‌ خو یونان بیا د ایجین بوت ریپورت په څېر د بشري سازمانونو په تړاو پلټنې پیل کړې دي.‌

د یادولو ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې د ۲۰۲۰ د جنورۍ د ۲۰۲۱ تر مارچ میاشتې پورې له اژې سمندر او د ترکیې او یونان له سرحد څخه د کډوالو د شړلو نږدې ۳۰۰ قضیې ثبت کړې دي.

 

نورې ليکنې