امریکایي سرتېري د ماشوم د اخیستلو په حال کې. د اګست ۱۹مه، ۲۰۲۱. انځور:‌ رویټرز
امریکایي سرتېري د ماشوم د اخیستلو په حال کې. د اګست ۱۹مه، ۲۰۲۱. انځور:‌ رویټرز

هغه ماشوم چې په تېره اګست میاشت کې له کابل څخه د تخلیې عملیاتو پر مهال د کابل په هوایي ډګر کې د ګډوډۍ پر مهال لادرکه شوی، د شنبې په ورځ له خپلې کورنۍ سر یو ځای شو.

د رویټرز خبري اژانس له مخې، دا ماشوم چې سهیل احمدي‌ نومېږي د ورکېدو پر مهال یوازې دوه میاشتې عمر درلود. نوموړی د بهرني هیوادونو له خوا له کابل څخه د خلکو د ایستلو لړۍ په جریان کې د کابل په هوایي‌ ډګر کې د ګډوډۍ پر مهال لادرکه شوی و.

د سهیل احمدي کورنې د اګست پر ۱۹مه له افغانستانه د وتلو په موخه د کابل هوایي ډګر ته تللې وه. هلته د ګډوډۍ او د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله یې کورنۍ سهیل احمدي یو بهرني سرتېري ته وسپاره او هڅه یې کوله چې هوایي‌ ډګر ته ننوزي.

خو په ګڼه ګوڼې کې ماشوم لادرکه شو او وروسته د حمید صافي په نوم د یو ۲۹ کلن تکسي‌ چلوونکي له خوا وموندل شو.

بیا ولولئ: ننه افغان ماشومان له خپلو کورنیو پرته فرانسې ته راوستل شوي

نوموړي دا ماشوم خپل کور ته بېولی و او له تېرو څو میاشتې راهیسې یې ورته د خپل ماشوم په څېر رسیدګي کوله.

د ورک شوي ماشوم پلار میرزا علي‌ احمدي د طالبانو له راتګ مخکې د امریکا په سفارت کې د ساتونکي په توګه دنده ترسره کوله. هغه دا مهال له خپلې ښځې ثریا سره په امریکا کې اوسېږي.

سهیل احمدي اوس په کابل کې خپل نیکه او خپلوانو ته سپارل شوی دی.‌ د نوموړي‌ کورنۍ رویټرز ته ویلي دي چې هڅه به وکړي چې هغه امریکا کې له خپل پلار او مور سره یو ځای شي.

ښاغلي احمدي تېر نومبر رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو چې خپل ماشوم یې یو سرتېري ته سپارلی و چې په وینا یې امریکایی و. هغه دا هیله لرله چې هوایي‌ ډګر ته تر داخلېدو وروسته خپل ماشوم بېرته ترلاسه کړي. احمدي او مېرمن یې وتوانېدل چې نږدې ۳۰ دقیقې وروسته هوایي‌ ډګر ته ځان ورسوي، خو ماشوم یې لادرکه شوی و.

احمدي زیاته کړې وه چې هغه هوایي‌ ډګر کې دننه د خپل ماشوم په لټه کې و، خو چارواکو ورته وویل چې ښایي ماشوم یې له هیواده ایستل شوی وي.

بیا ولولئ: وسله وال طالبان ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوتلي،‌ زرګونه خلک د کابل په هوایي ډګر کې

تېر اګست پر کابل د طالبانو تر ولکې وروسته لسګونه زره کسان د کابل هوایي ډګر شاخوا راټول شوي‌ وو. دوی هڅه کوله چې له افغانستانه د تلو په موخه ځانونه الوتکو ته ورسوي. 

 

نورې ليکنې