د بلغاریا سرحدي ساتونکي.‌ د ارشیف انځور: پېکچر الاینز
د بلغاریا سرحدي ساتونکي.‌ د ارشیف انځور: پېکچر الاینز

د بلغاریا ځایي رسنۍ وایي چې د دې هیواد سرحدي ځواکونو په یوه میني بس کې ۴۳ تنه افغان کډوال نیولي دي چې د صربیا پولې خوا ته روان وو.

د بلغاریا د سرحدي قومندانۍ په حواله دوی لږ مخکې د کډوالو د دغه موټر په هکله خبر ترلاسه کړی و.

ځایي رسنۍ نووینیتي وایي، بلغاریایي ځواکونو د کستینبرود سیمې په بوچین پروهود کلي کې یو میني بس ودراوه چې ۴۳ افغان کډوال پکې سپاره ول. دغه افغانان چې د بلغاریا د کډوالۍ په اداره کې یې نومونه راجسټر وو د میني بس په هغه برخه کې موندل شوي‌ چې مالونو ته ځانګړي شوي دي.

بیا ولولئ: بلغاریا: د افغانانو په ګډون ۱۸ مهاجر او ۵ موټر چلوونکي نیول شوي

چارواکو بس چلوونکی هم نیولی دی چې د شمالي مقدونیې اصلي اوسېدونکی دی او بلغاریا کې یې د اوسېدو لپاره قانوني سند نه درلود.

د چارواکو په حواله د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي. 

بلغاریا د اروپایي ټولنې پر باندني سرحد پراته ده او د یو ترانزیټ هیواد په توګه پېژندل کېږي.‌ ډېری کډوال د ترکیې له لارې دغه هیواد ته د ننوتلو هڅه کوي. تېر کال د بلغاریا حکومت اعلان کړی و چې د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره له ترکیې سره پولې ته نور سرتېري استوي.‌

 

نورې ليکنې