د یونان د ناکسوس ټاپو په یو ساحل کې پرون یکشنبه د یو درې کلن ماشوم مړی په ډېر خراب حالت کې موندل شوی دی. په تېرو څو ورځو کې دا څلورم مړی دی چې د یونان په دې ټاپو کې موندل کېږي. د ځایي رسنیو په حواله داسې ګومان کېږي چې دغه کسان د تېرې ډسمبر میاشتې پر ۲۲مه فولګاندروس کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې مړه شوي وي.
پرون یکشنبه د جنورۍ ۹مه د یونان د ناکسوس ټاپو یو ساحل کې د یوه رستورانت مخې ته د یو ماشوم جسد موندل شوی دی. د یونان ساحلي ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دغه ماشوم کابو درې کاله عمر لري. د نوموړي مړي ته نږدې د خوړو یوه کڅوره هم موندل شوې. موندل شوی مړی د لا زیاتو تحقیقاتو لپاره د پیرې بندر ته استول شوی دی.
تر دې پېښې درې ورځې مخکې د ناکسوس په یو بل ساحل کې د یوه سړي، یوې ۳۰ کلنې ښځې او یوې ۱۳ کلنې ماشومې مړي موندل شوي وو. چارواکو یو بل مړی د پاروس ټاپو په ساحل کې موندلی و.
بیا ولولئ: د یونان او ترکیې ترمنځ اژه سمندر کې د ۴ کډوالو مړي موندل شوي دي
د موندل شویو مړو هویت لا نه دی معلوم، خو د لومړنیو تحقیقاتو له مخې دا ښایي هغه کسان وي چې د تېرې ډسمبر میاشتې پر ۲۲مه فولګاندروس کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ډوب شوي وو. تېر ډسمبر د کډوالو یوه کښتۍ اژه سمندر کې ډوبه شوه. چارواکو له یوې شپې وروسته پېښه کې ۱۳ کسان وژغورل چې ډېری یې عراقیان، سوریایان او مصریان وو.

د ډسمبر په میاشت کې د یونان او ترکیې ترمنځ اژه سمندر کې د کښتۍ ډوبېدو څو پر له پسې پېښې وشوې. د ډسمبر پر ۲۴مه یوناني ځواکونو پاروس ټاپو ته نږدې د درېو ښځو او یو ماشوم په ګډون ۱۶ مهاجرو مړي وموندل او ۶۳ تنه نور یې وژغورل. دغه کښتۍ د ایټالیا خوا ته روانه وه.
دغه راز ډسمبر پر ۲۳مه د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو پېښې وروسته ۱۱ مړي موندل شوي وو. دغه کښتۍ چې نږدې ۱۰۰ کسان پکې سپاره ول اژه سمندر کې ډوبه شوې وه. چارواکو پېښه کې د ۱۱ ښځو او ۲۷ ماشومانو په ګډون ۹۰ کسان ژغورلي وو.