کډوال په مانش کانال کې. د ارشیف انځور: رویټرز
کډوال په مانش کانال کې. د ارشیف انځور: رویټرز

د فرانسې د کډوالۍ او ادغام اداره یا اوفي وایي په ۲۰۲۱ کې انګلیس کانال کې د ژغورل شویو کډوالو شمېر درې چنده زیات شوی دی. دا هغه کسان دي چې هڅه کوي د انګلیس کانال له لارې ځانونه برتانیا ته ورسوي.

د فرانسې د کډوالۍ او ادغام ادارې یا اوفي پرون دوشنبه د جنورۍ لسمه وویل چې تېر کال په انګلیس کانال کې د ژغورل شویو مهاجرو په شمېر کې درې چنده زیاتوالی راغلی دی.

د اوفي د عمومي مشر دیدیې لسکي په حواله، په ۲۰۲۱ کې د هغو کسانو شمېر چې د کالې په اوبو کې له ستونزو سره مخ شوي وو خو بیا د چارواکو له خوا ژغورل شوي او سرپناه ورته برابره شوې ده، ۱۰۰۲ تنو ته رسېږي. په ۲۰۲۰ کې بیا یوازې ۳۴۱ کسان د کالې اوبو کې ژغورل شوي وو.

سرچینه زیاتوي چې تېر کال هغو ۳۱۱۰۳ کډوالو ته هم سرپناه برابره شوې ده چې د فرانسې په شمالي سیمه کې په لنډمهالو کمپونو کې اوسېدل.

د دغو مهاجرو په ډله کې «زیان منونکي کسان» هم دي چې په شمېر کې یې دوه چنده زیاتوالی راغلی دی.

اوفي زیاتوي چې په ۲۰۲۱ کې چارواکو کډوالو ته د ۹۷۷۹ استوګنځیو وړاندیز هم کړی دی، چې ډېری یې په هوت دو فرانس کې موقعیت لري. په وینا یې ټولټال ۶۹۵۰ تنو سرپناوو ته لاسرسی موندلی دی.

بیا ولولئ: انګلیس کانال: په ۲۰۲۱ کې برتانیا ته د اوښتونکو کډوالو شمېر ریکارډ کچې ته رسېدلی

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د اوښتونکو کډوالو شمېر ریکارډ کچې ته رسېدلی دی. د رسمي شمېرو له مخې په ۲۰۲۱ کې کابو ۲۸۰۰۰ مهاجرو د یاد کانال له لارې برتانیا ته ځانونه رسولي دي. بل پلو تېر نومبر انګلیس کانال کې د کډوالو د یوې کښتۍ ډوبېدو پېښې له امله ۲۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دې پېښه کې یوازې دوه کسان ژوندي پاتې دي.

د یادولو ده چې له ډېری مودې راهیسې د فرانسې په شمالي سیمه کې مهاجر پلوه سازمانونه د کډوالو پر وړاندې د دولت پر سیاستونو نیوکه کوي. تېر ډسمبر د سازمانونو غړو کډوال نیوز سره خبرو کې ویلي وو چې مهاجرو ته د سرپناه برابرولو علمیاتو کې زیاتوالی راغلی دی، خو په وینا یې دغه اقدامات د کډوالۍ مسله هوارولی نه شي. دوی زیاته کړې وه چې کډوال نه غواړي لرو پرتو سیمو ته ولاړ شي.

د اوبرژ دو میګران سازمان غړي پیر روک په حواله: «کډوال نه غواړي چې د ازموینې او هرکلي مراکزو ته ولاړ شي ځکه چې دغه مرکزونه پناه غوښتونکو ته ځانګړي شوي دي. حال دا چې ډېری هغه کسان چې کالې کې دي دوبلینيان دي او یا یې دوسیې رد شوې دي.»

بل پلو د یوتوپیا ۵۶ مشرې مارګریت کومب کډوال نیوز ته ویلي وو چې کډوال غواړي سواحلو ته نږدې پاتې شي ځکه چې دوی په پام کې لري چې برتانیا ته سفر وکړي.

 

نورې ليکنې