برتانیا کې د دولتي کورونو په هکله د بي بي سي یو راپور ښيي چې دغه استوګنځایونه له چټلیو ډک دي او د تېرو څو میاشتو په جریان کې د ځینو کورونو چتونه هم لوېدلي دي.
افریقایي کډوال آدم چې برادفور کې اوسېږي د ۲۰۲۱ په می میاشت کې له یوه خدماتي شرکت سره اړیکه ونیوله. د نوموړي په کور کې چې د دولت له خوا ورکړل شوی و د رامنځ ته شوې ستونزې له کبله لاندني پوړ ته اوبه بهېدلې. خو د خدماتي شرکت د ترمیماتي کارونو تر بشپړېدو دوه اونۍ وروسته د هغه د کور د چت یوه برخه ولوېدله. دا پېښه د دې سبب شوه چې ښځې ته یې زیان ورسېږي.
د بي بي سي د راپور له مخې د دې کورنۍ بېلګه ښيي چې په برتانیا کې پناه غوښتونکو ته ورکړل شوي استوګنځایونه په کوم حالت کې دي. راپور کې زیاته شوې ده چې غالباً یاد استوګنځایونه له چټلیو ډک او ډېر خطرناک دي.
د بي بي سي له خوا خپرو شوو ویډیوګانو کې داسې کورونه لیدل کېږي چې د برېښنا سیمونه پکې په خراب حالت کې دي او نلونه هم پکې سم نه دي لګول شوي. د استوګنځیو د اوسېدونکو له قوله ویل شوي دي چې زیاتو کورونو کې ګرمې اوبه هم نشته.
د چت د لوېدو له امله یو ماشوم په سر ټپی شوی
له تېرو څو میاشتو راهیسې یادو استوګنځیو کې د چتونو د لوېدو دوه پېښې ثبت شوې دي. د تېرې می میاشتې په جریان کې لنډن کې د یوې خونې چت ولوېد. د ۲۰۲۰ په اوړي کې برادفور کې د چت د لوېدو پېښې له امله یو ماشوم په سر ټپی شو.
بي بي سي له کابو ۳۰ داسې سازمانونو سره خبرې کړې دي چې هر کال له زرګونو پناه غوښتونکو سره په تماس کې دي. د دغو سازمانونو ۸۰ سلنه یې منلې ده چې پناه غوښتونکي هره اونۍ د استوګنځیو په هکله شکایتونه کوي.
له خدماتي شرکتونو څخه شکایت
همدارنګه مهاجر پلوه سازمانونه او پناه غوښتونکي د خدماتي شرکتونو پر فعالیتونو هم نیوکه کوي. برادفورد کې یوې ښځې چې ماشوم یې د چت د لوېدو له امله په سر ټپی شوی و هڅه وکړه چې د یوې ځانګړې شمېرې له لارې مسولینو ته د دغې مسلې په هکله خبر ورکړې، خو بریالۍ نه شوه.
میرس هغه شرکت دی چې د دغو استوګنځیو د چارو د مدیریت دنده پر غاړه لري. دغه شرکت بي بي سي ته ویلي چې دوی «انتقالي دوره» کې دي او ګڼو استوګنځیو کې تعمیراتي کارونه پیل شوي دي. په وینا یې لومړی هغو استوګنځیو ته رسیدګي کېږي چې په ناوړه وضعیت کې دي.
نن سبا برتانیا کې نږدې ۴۱ زره پناه غوښتونکي په مستقلو کورونو کې ژوند کوي. تر ۲۰ زره نور بیا د هوتلونو په ګډون نورو استوګنځیو کې اوسېږي. بي بي سي د رسمي شمېرو له مخې وایي چې ښایي دغه شمېرې به تر راتلونکي پسرلي پورې ۸۰ زرو ته ورسېږي.
دا لومړی ځل نه دی چې برتانیا کې له پناه غوښتونکو سره نامناسب چلند اندېښنې راپاروي. تېر ډسمبر د زندانونو د څار او د دور او هېثرو د نظارت خپلواکو کمېټو برتانیا کې د هرکلي پر خراب وضعیت نیوکې کړې وې. دواړو ادارو ویلي وو چې د جنسي تېري د قربانیانو کافي ملاتړ نه کېږي، ټپیانو ته څوک رسیدګي نه کوي او کډوال دې ته مجبورېږي چې پر ځمکه خوب وکړي.