د فرانسې د ښې اړخې سیاستوال او ولسمشرۍ نوماند اریک زمور خپل ټاکنیز پروګرام کې وایي چې کډوال د فرانسویانو لپاره ډېر لوړ لګښتونه رامنځته کوي. خو د رسمي شمېرو له مخې کډوالو ته ځانګړې شوې بودیجه د فرانسې د دولت د ملي بودیجې یوازې ۰،۲ سلنه جوړوي.
د اریک زمور پروګرام کې راغلي: اریک زمور خپل انلاین پروګرام کې ټینګار کوي چې پناه غوښتونکي د فرانسویانو لپاره ډېر لوړ لګښتونه رامنځته کوي. نوموړی د ۲۰۲۱ د لګښتونو لایحې ته اشاره کوي. اریک زمور وایي چې د هرکلي، د استوګنځیو او له پناه غوښتونکو سره د مالي مرستو یا ادا لګښتونه ۱،۳ میلیارده یورو ته رسېږي.
دا ادعا مبالغه ده: هو، د رسمي شمېرو له مخې په ۲۰۲۱ کې کډوالو ته ځانګړې شوې بودیجه ۱،۳ میلیارده یوور ته رسېږي (د پناه غوښتنې پروسه د دغه مبلغ ۹۰ سلنه جوړوي). خو د یادولو ده چې یاد ارقام د کورنیو چارو وزارت د عمومي بودیجې (۲۸ میلیارده یورو) یوازې ۴،۸ سلنه جوړوي. د کورنیو چارو وزارت بودیجه بیا د دولت د عمومي بودیجې (۶۳۴ میلیارده یورو) ۳،۳ سلنه جوړوي.
یا په بل عبارت، کډوالو ته ځانګړې شوې بودیجه د فرانسې د عمومي بودیجې یوازې ۰،۲ سلنه جوړوي.
