انځور د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼې څخه
انځور د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼې څخه

د فرانسې په شمالي سیمه بولونی سور مېر کې د هغو کډوالو د هرکلي لپاره یو هنګر کارول کېږي چې په انګلیس کانال کې ژغورل کېږي. په ورته مهال فرانسوي ژغورونکي وایي دوی له ډېرې مودې راهیسې دغه راز اقدام ته سترګې په لار وو.

د فرانسې په بولونی سور مېر سیمه کې د هغو کډوالو د هرکلي لپاره یو هنګر کارول کېږي چې د فرانسوي ژغورونکو له خوا انګلیس کانال کې ژغورل کېږي. دا هنګر چې یوه تجارتي بندر کې پروت دی په یو وخت کې د سلګونو کسانو د ځایولو ظرفیت لري. د ځایي رسنیو په حواله دغه هنګر د خوړو او کالیو د ذخیره کولو ظرفیت هم لري او د مهاجرو روغتیایي ستونزو ته پکې رسیدګي هم کېږي.‌

په ورته مهال سمندر کې د ژغورنې ملي ټولنې مشر ژراد بارون وایي چې له دې وړاندې ژغورل شويو کډوالو له کښتیو څخه له ښکته کېدو سره سم د خپلو کالیو د بدلولو لپاره مناسب ځای نه درلود.

نوموړی کډوال نیوز سره خبرو کې وایي:‌ «تېر جولای ځینې کډوال بندر کې ښکته شول، خو چا یې وضعیت ته رسیدګي و نه کړه. لمدې جامې یې اغوستې وې، بوټان یې نه درلودل. دا یوه ټکان ورکوونکې صحنه وه.»

ښاغلی بارون زیاتوي چې تېر جولای یې له سمندره د ژغورل شویو کډوالو د ناوړه وضعیت په هکله د بولونی سور مېر ښاروال فردریک کویلیې ته شکایت کړی و.

بیا ولولئ:‌ انګلیس کانال: په ۲۰۲۱ کې برتانیا ته د اوښتونکو کډوالو شمېر ریکارډ کچې ته رسېدلی

د یادولو ده چې بولونی سور مېر کې د ولسي وګړو د ساتنې اداره چې زیات شمېر رضاکاران پکې کار کوي له سمندره ژغورل شویو کډوالو ته خیمې ورکوي او روغتیایي ستونزو ته یې هم رسیدګي کوي. خو دا کار په منظمه توګه نه ترسره کېږي.

ژرار بارون وایي:‌ «دغه رضاکاران له برک څخه راځي [چې له بولونی سور مېر څخه ۵۰ کیلومتره فاصله لري].‌ له برک څخه تر بولونی سور مېر پورې سفر یو ساعت وخت نیسي. که قومندانۍ مخکې له مخکې اړیکه ورسره و نه نیسي،‌ نو دوی په مناسب وخت کې بولونی سور مېر ته ځان رسولی نه شي.» هغه زیاتوي چې له دولت څخه منندوی دی چې اجازه یې ورکړې چې له هنګر څخه کار واخلي.

خو دا یوه لنډمهاله حل لاره ده. ټاکل شوې چې راتلونکی دوبی به د ژغورل شویو کډوالو د هرکلي لپاره یو بل ځای پرانیستل شي.

د یادولو ده چې د فرانسې د کډوالۍ او ادغام ادارې په حواله تېر کال انګلیس کانال کې د ژغورل شویو کډوالو شمېر درې چنده زیات شوی دی. دغه راز په ۲۰۲۱ کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې له امله ۲۷ تنه کډوال یاد کانال کې ډوب شول.‌

 

نورې ليکنې