کډوال د بوسنیا په ولېکا کلادوشا کمپ کې. انځور: رویټرز،‌دادو رویچ
کډوال د بوسنیا په ولېکا کلادوشا کمپ کې. انځور: رویټرز،‌دادو رویچ

د ایټالیا په سوېلي پوی سیمه کې د بوټانو د یوې فابریکې خاوند ویلي بوسنیا او صربیا کې بند پاتو کډوالو ته به ۲۵۰۰ جوړه بوټان استوي. سلګونه مهاجر اروپایي هیوادونو ته د راتګ په موخه د بوسنیا او صربیا په لنډمهاله کمپونو کې شپه سبا کوي.

د پوی سیمې د بارلېتا ښار د بوټانو د یوې فابریکې خاوند ځایي رسنۍ بارلېتاویوا ته ویلي چې بوسنیا او صربیا کې بند پاتو کډوالو ته ۲۵۰۰ جوړه بوټان استوي.

نوموړي ویلي دا پرېکړه یې وروسته له هغه کړې چې په بارلېتاویوا کې د کډوالو د ژوند په هکله یو راپور ولوست. بارلېتاویوا د امنیتي دلایلو له کبله د نوموړي د نوم له ښودلو ډډه کړې ده.

بیا ولولئ: بوسنیا: د لیپا نوي کمپ د پرانیستو سربېره مهاجر لا هم د بیهاچ ښار په کنډوالو کې ژوند کوي

بوسنیا او صربیا کې سلګونه هغه کسان چې غواړي اروپایي ټولنې ته ځانونه ورسوي په خورا سختو شرایطو کې ژوند تېروي. دوی د ژمي په سړه هوا کې په تشو او ویجاړو ودانیو کې شپه سبا کوي. 

ډېری دغه کډوال کروشیا او هنګري ته د داخلېدو لپاره پیاده مزل کوي. خو هر ځل د کروشیا او هنګري د امنیتي ځواکونو له خوا شا ته تمبول کېږي.

بیا ولولئ: بوسنیا: د لیپا نوي کمپ د پرانیستو سربېره مهاجر لا هم د بیهاچ ښار په کنډوالو کې ژوند کوي

ټاکل شوې ده چې دغه بوټان به د جنورۍ میاشتې په پای کې بالکان ته ورسېږي. بارلېتاوا د بوټانو د انتقالولو او همدارنګه کډوالو ته د روغتیایي وسایلو د رسولو لپاره د مرستو په لټه کې ده.

د یادې رسنۍ په حواله دا لومړی ځل دی چې یو ایټالوی شرکت په دومره لویه کچه له کډوالو سره مرسته کوي.

 

نورې ليکنې