د بېلاروس او پولنډ پر پوله راټول شوي کډوال. انځور: رویټرز
د بېلاروس او پولنډ پر پوله راټول شوي کډوال. انځور: رویټرز

د پولنډ د بهرنیانو ادارې په حواله د دې هیواد چارواکو د تېر کال په جریان کې ۷۷۰۰ پناه غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي. ډېری دغه پناه غوښتونکي د بېلاروس وګړي او افغانان دي.

د پولنډ د بهرنیانو اداره وایي تېر کال دغه هیواد کې ۲۳۰۰ بېلاروسي وګړو د پناه غوښتنه کړې چې په وینا یې د پناه غوښتونکو تر ټولو ډېر شمېر (۳۰ سلنه) جوړوي.

همدارنګه د افغانانو له خوا د وړاندې شویو پناه غوښتنلیکونو شمېر ۱۸۰۰ ته رسېږي. یاده اداره زیاتوي چې ور ته د عراقیانو له خوا ۱۴۰۰ خو د روسي وګړو له لوري بیا ۱۰۰۰ پناه غوښتنلیکونه وړاندې شوي‌ دي.

بیا ولولئ: د پولنډ لومړي وزير له «مليونونو» مهاجرو څخه خبرداری ورکړ

زیاته شوې ده چې له ارزول شویو ۴۷۰۰ پناه غوښتنلیکونو له ډلې څخه یوازې ۲۱۵۵ دوسیې منل شوې دي.

دغه راز د افغانانو له خوا وړاندې شویو ۷۵۰ دوسیو ته مثبت ځوابونه ورکړل شوي دي. دا هغه افغان دي چې پر کابل د طالبانو له ولکې سره سم د پولنډي چارواکو له خوا له افغانستان څخه وایستل شول.

بیا ولولئ: «پولنډ په ناقانونه توګه افغان مهاجر بيرته ستنوي»

له تېر وړي راهیسې پولنډ کې د پناه غوښتونکو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی. دغه هیواد ته اوښتونکي ډېری کډوال هغه عراقیان دي چې د بېلاروس له لارې ځانونه پولنډ ته رسوي. تېر سپټمبر ۴۴۰ عراقیانو پولنډ کې د پناه غوښتنه کړې وه چې د بهرنیانو د ادارې په حواله یوازې ۰،۶ سلنې ته یې مثبت ځوابونه ورکړل شوي دي.

د یادولو ده چې په ۲۰۲۰ کې د روغتیایي کړکېچ له امله پولنډ کې ټولټال ۲۸۰۰ پناه غوښتنلیکونه ثبت شوي وو. دا شمېر د ۲۰۱۹ او ۲۰۱۸ پرتله ۳۲ سلنه کموالی ښيي. 

 

نورې ليکنې