یوناني چارواکي وایي پرون چهارشنبه د یونان په شمالي سیمه کې د سخت توپان له امله یو ایرانی کډوال ډوب شوی او یوه ښځه لادرکه ده. د چارواکو په حواله دوی غوښتل چې له نورو کډوالو سره یو ځای د غونډیو له لارې تسالونیک ښار ته ځان ورسوي.
یوناني چارواکي وایي پرون چهارشنبه د جنورۍ ۱۲مه د تسالونیک ښار په ۴۰ کیلومترۍ کې د سخت توپان له کبله یو ایرانی کډوال ډوب شوی او یوه ښځه لادرکه ده.
زیاته شوې ده چې یو بل کډوال چارواکو ته د دغې پېښې په اړه خبر ورکړ. وروسته ژغورونکو د ډوب شوي ایراني کډوال مړی وموند.
د لادرکه شوې مهاجرې ښځې لټون لا هم د تسالونیک ښار په ۴۰ کیلومترۍ کې ادامه لري.
بیا ولولئ: د یونان سمندر کښتۍ ډوبیدنې دریو پیښو کې د مړو شمیر ۴۵ کسانو ته رسیدلی
د چارواکو په حواله دغه مهاجر د قاچاق وړونکو په مرسته له ترکیې څخه یونان ته ننوتلي وو او غوښتل یې چې د تسالونیک پر لور پیاده مزل وکړي. خو دا لا نه ده معلومه چې ډله کې یې څو کسان شامل ول.
په وینا یې له دې پېښې وروسته د ډلې نورو غړو خپل سفر ته ادامه ورکړې ده.
دا مهال د یونان شمالي او مرکزي برخو کې سخت توپانونه راغلي او درنه واوره هم ورېږي. پرون چهارشنبه د هوا د خرابو اقلیمي حالاتو له امله زیات شمېر کښتۍ بندرونو کې لنګر اچولی و.