د برلين ښار آرشيف انځور: پېکچر الاینز، مارکوس مېنکا
د برلين ښار آرشيف انځور: پېکچر الاینز، مارکوس مېنکا

د آلمان د برلين ښار غواړي چي د کډوالو لپاره کار کوونکو سازمانونو سره د واکسين سوو کسانو د شمير زياتولو په مقصد همکاري وکړي.

برلين غواړي چي په دغه ښار کي د کرونا ضد واکسين ترلاسه کوونکو فيصدي لا جګه سي. په دې ترڅ کي دغه ښار د کډوالو د ملاتړ د سازمانونو سره همکاري زياتول غواړي.

د برلين چارواکي غواړي چي د سازمانونو په مرسته د ښار په مرکزي ځايونو، بازارونو او عبادتځايونو لکه مساجدو کي هم د کرونا ضد واکسين ورکولو امکانات برابر کړي. د برلين د دغه پلانونو په هکله د ادغام ځانګړي ماموري کاتارينا نيويډڅيال د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ ۱۳مه) معلومات ورکړل. دا د هغه وروسته چي دغې چارواکي د کډوالو د ملاتړ د بعضو هغو سازمانونو سره يو ويډيويي کانفرانس داير کړی ؤ، چي په برلين کي مصروف دي.

د پلان له مخي به د برلين ښار په عامه ځايونو کي د بهرني او کډوال وګړو د جلب لپاره داسي ډاکټران وګومارل سي چي په بيلو ژبو خبري کوي. په دې توګه به د کرونا ضد واکسين په تړاو معلومات له لومړي لاسه او په مستقيمه توګه و کډوالو ته ورسيدلای سي.

د پروتستانت خبري آژانس د خبر له مخي به د نورو عبادتځايونو تر څنګ د جمعې د لمونځ پر وخت هم په مساجدو کي د کرونا واکسين په هکله معلومات وړاندي کړل کيږي. د دې تر څنګ به هغو بهرنيانو ته هم د واکسين او په هکله يې د معلوماتو ترلاسه کولو آسانتياوي برابري کړل سي چي و آلمان ته تګ او راتګ کوي. 

د پنجشنبې په ورځ په داير سوي ويډيويي کانفرانس کي د بيلو ځايي سازمانونو تر څنګ د مسلمانانو د اتحاديو استازو هم ګډون کړی ؤ. په دغه کانفرانس کي د بعضو هيوادونو د سفارتونو استازو هم ګډون لاره.

د برلين ښاروالي او د سوسيال دموکرات ګوند سياستوالي، فرانڅيسکا ګيفای ويلي دي چي د کرونا ضد واکسين په وړاندي د خلکو تحفظات او بيري بايد ليري کړل سي. د هغې په وينا دا صرف هغه وخت ممکن دي چي معلومات په بيلو ژبو او ورته د اړمنو کسانو په سيمه او نژدې کي ور ورسيږي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې