تسالونیک ښار د یونان په شمال کې موقعیت لري. انځور: ګوګل
تسالونیک ښار د یونان په شمال کې موقعیت لري. انځور: ګوګل

یوناني چارواکي وایي د هغې ۲۴ کلنې ایرانۍ مېرمنې مړی یې موندلی دی چې تېره چهارشنبه د سخت توپان پر مهال لادرکه شوې وه. دې پېښه کې یوه ایراني سړي هم خپل ژوند له لاسه ورکړی و.

یوناني چارواکو د لادرکه شوې ایرانۍ مېرمنې د مړي د موندلو خبر ورکړی دی. تېره چهارشنبه د یونان په شمالي سیمه کې د سخت توپان له کبله یو ۳۵ کلن ایرانی سړی مړ شوی او یوه ۲۴ کلنه ایرانۍ بیا لادرکه وه. 

بیا ولولئ:‌ یونان: د توپان له کبله یو ایرانی کډوال ډوب شوی، یوه ښځه لادرکه ده 

د ځایي رسنیو له مخې د یادې مېرمنې مړی د یونان په شمالي سرېس سیمه کې یوه ویاله کې موندل شوی دی. 

یوناني چارواکو پرون پنجشنبه ویلي وو دغه مهاجر د قاچاق وړونکو په مرسته له ترکیې څخه یونان ته ننوتلي وو او غوښتل یې چې د غونډیو له لارې د تسالونیک پر لور پیاده مزل وکړي. خو دا لا نه ده معلومه چې ډله کې یې څو کسان شامل ول.

زیاته شوې وه چې یو بل کډوال چارواکو ته د دغې پېښې په اړه خبر ورکړ چې وروسته ژغورونکو د ډوب شوي‌ ایراني‌ کډوال مړی وموند.

داسې ویل کېږي چې له دې پېښې وروسته د ډلې نورو غړو خپل سفر ته ادامه ورکړې ده.

تېره چهارشنبه د یونان شمالي او مرکزي برخو کې توپان راغلی و چې د سخت باران او تېز باد سره مل و. د هوا د خرابو اقلیمي حالاتو له امله زیات شمېر کښتۍ بندرونو کې لنګر اچولی و.

 

نورې ليکنې