د فرانسې او برتانیا ترمنځ اوبو کې د هغه ځوان مهاجر مړی موندل شوی دی چې غوښتل یې له ۳۲ نور کسانو سره یو ځای برتانیا ته واوړي. ویل کېږي چې نوموړی د سوډان اصلي اوسېدونکی دی.
د بولونی سور مېر څارنوالۍ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې یو شل کلن کډوال چې ښایي سوډانی وي نن جمعه د جنورۍ ۱۴مه انګلیس کانال کې مړ شوی دی. نوموړي له ۳۲ نورو مهاجرو سره په کښتۍ کې سپور و. د سرچینې په حواله پاتې مهاجر د پا دو کالې د برک په اوبو کې ژغورل شوي دي.
چارواکو د غیرعمدي وژنې په تړاو دوسیه پرانیستې ده.
د یوې بلې سرچینې له قوله ویل شوي دي چې دغه کښتۍ د اوبو څپو نسکوره کړې ده. د ژغورل شویو کسانو روغتیایي وضعیت ښه بلل شوی دی.
په روان میلادي کال کې دا د کډوالو د مړینې لومړۍ پېښه ده چې انګلیس کانال کې رامنځته کېږي.
د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ په حواله تېر کال انګلیس کانال کې ۳۰ مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴ تنه نور لادرکه دي. د تېرې نومبر پر ۲۴مه انګلیس کانال کې د کښتۍ ډوبېدو پېښې ۲۷ کډوال ووژل چې په ډله کې یې ښځې او ماشومان هم شامل ول.
۲۷۰ کډوال برتانیا ته رسېدلي
په ورته مهال د برتانیا د کورنیو چارو وزارت وایي چې پرون پنجشنبه د جنورۍ ۱۳ تر ۲۷۰ ډېرو کسانو د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته ځانونه رسولي دي. دوی چې له فرانسې څخه یې خپل سفر پیل کړی و په ۱۰ کښتیو کې سپاره ول.
د برتانیا سمندري ځواکونو یاد کډوال چې په ډله کې یې ماشومان هم دي دوور بندر ته انتقال کړي دي.
بیا ولولئ: فرانسه: بولونی سور مېر کې له انګلیس کانال څخه د ژغورل شویو مهاجرو د هرکلي لپاره هنګر کارول کېږي
بل پلو فرانسوي چارواکو پرون پنجشنبه د انګلیس کانال په اوبو کې ۷۵ کډوال نیولي دي چې په درېو کښتیو کې سپاره ول.
تېر کال تر ۲۸۰۰۰ کډوالو د مانش کانال له لارې برتانیا ته ځانونه رسولي وو چې د د ۲۰۲۰ پرتله درې چنده زیاتوالی ښيي.