افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره د پخواني حکومت ډېری کارکوونکي له ګواښ سره مخ دي. ګل محمد* چې له دې وړاندې یې د قاضي په توګه دنده ترسره کړې ده وایي، ژوند یې نه یوازې د طالب وسله والو بلکې د نشه یي توکو د هغو قاچاق وړونکو له خوا هم له خطر سره مخ دی چې د طالبانو له راتګ سره له زندانه خوشي شوي دي. نوموړی د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.
«زه پنځه څلوېشت کلن او د افغانستان د ختیځې سیمې اصلي اوسېدونکی یم. ما په کابل کې خپلې لوړې زدکړې پای ته ورسولې او ورپسې قضایي ارګانونو مې دنده پیل کړه.
د طالبانو له راتګ مخکې مې په یوه محکمه کې دنده ترسره کوله. دا یوه ځانګړې محکمه وه او هغه دوسیې پکې څېړې کېدلې چې له مخدره توکو سره یې تړاو درلود. دغه محکمه بهرنیانو تمویلوله او له موږ سره هم یې ښې اړیکې درلودې.
ما د خپلې دندې په ترڅ کې د زیاتو قاچاق وړونکو قضیې څېړلې دي. زیات شمېر قاچاق وړونکي مې په بند محکوم کړي دي. دا هغه لوی قاچاق وړونکي وو چې له طالب وسله والو سره یې اړیکې درلودې او تمویلول یې.
بیا ولولئ: په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک نیولو په ترڅ کې ډیر کسان وژل شوي
پخواني مجرمان له قاضیانو غچ اخلي
کله چې طالبان کابل ته ورسېدل، ټول بندیان یې له زندانونو څخه خوشي کړل. د خوشي شویو په ډله کې هغه قاچاق وړونکي هم ول چې ما په بند محکوم کړي وو. اوس دوی په ازاده توګه ګرځي، واکمن دي او له هغو کسانو څخه غچ اخلي چې دوی یې بندیان کړي وو.
په اګست میاشت کې مې غوښتل چې له افغانستانه ووځم. هغه مهال کابل کې د خلکو د تخلیې عملیات روان وو، خو هوایي ډګر ته څېرمه طالبانو چک پاینټونه جوړ کړي وو او له خلکو به یې اسناد غوښتل. ماسره ټول سندونه موجود وو، خو له ځان سره مې وویل چې که سندونه مې د طالبانو لاس ته ولوېږي، دوی به مې وژني.
که څه هم طالبانو عمومي بخښنه اعلان کړې ده، خو زه باور پرې نه لرم. دا مهال دلته ژوند له وېرو او ګواښونو ډک دی. هره ورځ د پخواني حکومت د کارکوونکو د ورکېدو او د وژل کېدو خبرونه اورو. زه د ښار په یوه لرې پرته سیمه کې اوسېږم او ډېری وختونه په کور کې یم.
بیا ولولئ: د بشري حقونو فعالان: طالبان د عفوې باوجوده وژني کوي
لس کاله مخکې طالبانو رانه ژمنلیک اخیستی و
لس کاله مخکې طالبانو په لغمان کې ونیولم او سخت یې وځورولم. بیا یې د سپین ږیرو په منځګړیتوب خوشي کړم. له ما نه یې زیاتې پیسې واخیستې. یو ژمنلیک هم رانه واخیست چې پکې لیکل شوي وو چې زه نور له حکومت سره کار نه کوم. خو ما پر ګواښونو سربېره خپل کار ته ادامه ورکړه.
زه له نړیوالې ټولنې څخه ناراضه یم ځکه دوی د هغو افغانانو ژوند او ستونزو ته پاملرنه نه کوي چې د مرګ له ګواښ سره مخ دي. موږ دلته له ژونده په تنګ راغلي یو او په وېره کې شپه سبا کوو.
له اروپایي هیوادونو څخه مې غوښتنه دا ده چې د خپلو پخوانیو افغان همکارانو ستونزو ته توجه وکړي. موږ د ګواښونو له امله نور په افغانستان کې ژوند نه شو کولی.»
- مستعار نوم