د فرانسې بندري ښار کالې کې د بار وړونکو موټرو کاروان.انځور: رویټرز
د فرانسې بندري ښار کالې کې د بار وړونکو موټرو کاروان.انځور: رویټرز

یو ۱۸ کلن سوډانی کډوال تېره شنبه کالې ته نږدې مارک سیمه کې مړ شوی دی. د بولونی سور مېر څارنوالۍ په حواله نوموړي هڅه کوله چې برتانیا ته د ورتګ لپاره یوه لارۍ کې سپور شي خو له لارۍ څخه غورځېدلی او تر تایر لاندې شوی دی.

د بولونی سور مېر څارنوالۍ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي د تېرې شنبې په ورځ‌ یو ‍۱۸ کلن سوډانی کډوال چې غوښتل یې برتانیا ته د ورتګ لپاره یوه لارۍ کې سپور شي، له لارۍ څخه تر غورځېدو وروسته یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینې زیاته کړې ده چې دغه ځوان مهاجر له لارۍ څخه غورځېدلی او ورپسې د لارۍ تر تایر لاندې شوی دی

ژغورونکو د ورځې په ۸ بجو کې د پېښې سیمې ته رسېدلي چې ترانسمارک زون نومېږي. 

د نور لیتورال ځایي رسنۍ په حواله ژغورونکو هڅه وکړه چې دغه کډوال ته مصنوعي تنفس ورکړي.‌ خو هغه د ورځې پر ۸ بجو او ۴۵ دقیقو ومړ. د لا وا دو نور ورځپانې له مخې یاد مهاجر ۱۸ کاله عمر درلود.

بیا ولولئ: فرانسه: بولونی سور مېر کې له انګلیس کانال څخه د ژغورل شویو مهاجرو د هرکلي لپاره هنګر کارول کېږي

بل پلو د پولیسو قومندانۍ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د پېښې په تړاو او په ځانګړې توګه د لارۍ چلوونکي د پېژندلو په موخه پلټنې پیل شوې دي.‌ دوی په پام کې لري چې د ځېرکو کمرو له خوا د اخیستل شوېو ویدګانو څخه استفاده وکړي.‌

د روان میلادي‌ کال له پیل راهیسې دا دویم ځل دی چې یو کډوال برتانیا ته د ورتګ پر لاره مړ کېږي.‌ تېره جمعه یو ۲۰ کلن مهاجر چې غوښتل یې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته ځان ورسوي په سمندر کې ډوب شو.‌ 

 

نورې ليکنې