پولنډي چارواکي وایي د دې هیواد سرحدي ځواکونو د هغې ډلې غړي نیولي دي چې له بېلاروس څخه پولنډ ته د کډوالو په قاچاق کې یې لاس درلود.
نیول شوي کسان د پولنډ، ګرجستان، سوریې او تونس څخه دي او ویل کېږي چې تر میلیونونو عواید یې ترلاسه کړي دي.
د یورونیوز د یو راپور له مخې داسې ویل کېږي چې دوی له هر یو کډوال څخه ۳۰۰۰ یورو اخیستې دي.
بل پلو د پولنډ پوله ساتونکو ویلي زیات شمېر کډوالو نه غوښتل چې پولنډ کې پاتې شي او نورو هیوادونو ته یې د ورتګ هڅه کوله. د پوله ساتونکو ویاندې انا میشالسکا ویلي ډېریو کډوالو غوښتل چې د اروپا لویدیځو هیوادونو ته ځان ورسوي.
بیا ولولئ: تېر کال پولنډ کې ۷۷۰۰ پناه غوښتنلیکونه ثبت شوي، ۱۸۰۰ افغانانو هم د پناه غوښتنه کړې
د بېلاروس او پولنډ پر پوله د رامنځته شوي کړکېچ وروسته سلګونه کډوال له دغې سرحدي سیمې څخه بېرته خپلو هیوادونو ته ستانه شوي، خو ځینې نور بیا لا هم پولې ته څېرمه کمپونو کې اوسېږي.
لوېدیځ هیوادونه بېلاروس پر دې تورنوي چې دغې ټولنې ته یې د کډوالو د راتګ زمینه برابره کړې ده. تېر ډسمبر یادې ټولنې له بشري حقونو د سرغړونې او له کډوالو څخه د ابزاري ګټه پورته کولو له امله پر بېلاروس بندیزونه وضع کړل.
بیا ولولئ: م.م.: بېلاروس کي د مهاجرو سره د چلن پلټنه دي وسي
د بېلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو بیا دغه ادعاوې رد کړې دي او پر اروپایي ټولنې نیوکه کړې چې د کډوالو د منلو ډډه کوي.