تېره دوشنبه د فرانسې په کالې ښار کې د کمپونو د تړلو عملیاتونو پر مهال د کډوالو د نیول شویو وسایلو د ذخیره کولو لپاره یو مرکز پرانیستل شو. اوس کډوال کولی شي چې د خپلو وسایلو د بېرته ترلاسه کولو لپاره دې مرکز ته مراجعه وکړي.
د ښاریانو وزارت وزیرې مارلېن شیاپا تېره ډسمبر میاشت کالې ته د سفر پر مهال د دغه مرکز د پرانیستو خبر ورکړی و. د فرانس بلو نور راډیو په حواله یاد مرکز چې د کمپونو د خالي کولو عملیاتونو په وخت کې د کډوالو د نیول شویو وسایلو د ساتلو لپاره جوړ شوی د جنورۍ پر ۱۰مه پرانیستل شوی دی.
کډوال له دوشنبې تر جمعې د ورځې له یوې بجې تر څلورو بجو پورې د خپلو وسایلو د ترلاسه کولو لپاره دې ځای ته مراجعه کولی شي. فرانس بلو نور د فاس والو نور سازمان مشر فرانسوا کوردیې له قوله وایي چې کډوال په ۸ کسیزو ډلو کې له امنیتي چک وروسته مرکز ته ننوتلی شي. فاس والو د دولت له خوا پېژندل شوی سازمان دی چې د دغه مرکز د مدیریت چارې پر غاړه لري.
د یادولو ده چې بیکونه، موبایلونه او پېژندپاڼې کډوالو ته بېرته ورکول کېږي، خو خیمې، کمپلونه او جامې بیا پرې خرڅول کېږي «ځکه یې لومړی خاوند نامعلوم دی».
بیا ولولئ: فرانسه: کډوال د خپلو پنډ غالو د ویجاړولو له امله محکمې ته شکایت کړی
د فرانس بلو نورد په حواله د تېرې اونۍ له پیل راهیسې نږدې ۴۰ کډوالو د خپلو وسایلو د بېرته ترلاسه کولو لپاره دغه مرکز ته مراجعه کړې ده.
تر دې دمخه کالې کې د ریسورسري مرکز د کډوالو د وسایلو د ساتلو دنده درلوده. خو یاد مرکز تېر دوبی د امنیتي مسایلو له کبله وتړل شو. د کالې قومندانې ورونیک دپرز بودي فرانس بلو ته ویلي چې دوی د ریسورسري له تړل کېدو راهیسې د کډوالو ټول وسایل خوندي ساتلي دي. په وینا یې: «ځینې وختونه کډوال د تخلیې عملیاتو پر مهال کمپ کې نه وي ځکه خپل وسایل له لاسه ورکوي. دا مهمه ده چې دوی وکولی شي چې خپل وسایل بېرته تر لاسه کړي.»
نوموړې دا یو «بې ساری اقدام» بولي او د پولیسو له خوا د مهاجرو د وسایلو د غلا مسله هم په کلکه ردوي.
خو سازمانونه بیا د دولت پر دې اقدام نیوکه کوي او «بې مانا» کار یې بولي. داوبرژ دو میګران مسول پیر روک کډوال نیوز ته وایي چې د داسې مراکزو د جوړولو پر ځای باید د کمپونو د خالي کولو او د کډوالو د وسایلو د غلا څخه لاس واخیستل شي.
- دغه مرکز د کالې په هوت سړک کې موقعیت لري.