د فرانسې د ښې اړخې سیاستوال او د ولسمشرۍ نوماند نن دوشنبه د پاریس د یوې محکمې له خوا د کم سنه او بې سرپرسته کډوالو په هکله د خپلو ویناوو په تړاو په ۱۰ زره یورو جریمه محکوم شو. نوموړي په ۲۰۲۰ کې د یوه تلویزیوني بحث پر مهال کم سنه او بې سرپرسته کډوال «غله، قاتلان او جنسي تېری کوونکي» بللي وو.
د پاریس یوې محکمې نن دوشنبه د ولسمشرۍ نوماند اریک زمور په ۱۰ زره جریمه محکوم کړ. د نوموړي محاکمه تېر نومبر پاریس کې ترسره شوې وه، خو هغه محکمې ته نه و حاضر شوی.
محکمې په خپل حکم کې ویلي دي چې دغه نوماند د «نژادي کرکې له مکانیزمونو» څخه کار اخلي او کډوال په نښه کوي.
په ورته مهال د اریک زمور وکیل الیویې پاردو د محکمې پر پرېکړې نیوکه کړې او ناعادلانه یې بللې ده. نوموړي له خپل موکل څخه غوښتي دي چې له محکمې د بیا کتنې غوښتنه وکړي.
همدارنګه اریک زمور پر خپله ټویټر پاڼه د محکمې پرېکړه «ایدیولوژیکه» او «احمقانه» بللې ده. په وینا یې: «دا سیستم په صنعتي توګه د مفکورو جرم تولیدوي. د محکمو ایدیولوژي باید له منځه یووړل شي.»
د ۲۰۲۰ د سپټمبر پر ۲۹مه شارلي ابدو ورځپاڼې دفتر مخ ته د یو برید وروسته، اریک زمور سي نیوز خبري ټلویزیون کې د کم سنه او بې سرپرسته کډوالو پر سر بحث کې ګډون کړی و. هغه د بحث په جریان کې وویل: «دوی [کم سنه او بې سرپرسته کډوال] دلته ځای نه لري، دوی ټول غله دي، قاتلان دي، جنسي تېری کوونکي دي... دوی باید وشړل شي او باید دلته را نه شي.»
له دغو ویناوو وروسته ځینو سازمانونو او دیپارتمنتي شوراګانو شکایت ثبت کړی و او ویلي یې وو چې دوی د زمور خبرو متضرر کړي دي.
د اریک زمور مدافع وکیل بیا ویلي وو چې هغه خپل «تزس» مطرح کړی او تزس یې دا دی چې «کډوالي باید پای ته ورسېږي»، دا یو سیاسي دریځ دی او موکل یې یوازې «واقعیت» ویلی دی.