د ایران او ترکیې ترمنځ‌ پوله.‌ انځور: پېکچر الاینز
د ایران او ترکیې ترمنځ‌ پوله.‌ انځور: پېکچر الاینز

د ځایي‌ رسنیو په حواله ترکي ځواکونو له ایران سره پر پوله د هغو دوو کډوالو مړي موندلي دي‌ چې د سړې هوا له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د سختې یخنۍ سربېره لا هم زیات شمېر کډوال له ایران څخه ترکیې ته د اوښتو هڅه کوي.

د ازادۍ لپاره د استکهلم مرکز د مزاپوتامیا خبري‌ اژانس له قوله وایي چې دواړه مړي‌ د روانې اونۍ په پیل کې د ایران او ترکیې پر پوله موندل شوي دي.

زیاته شوې چې موندل شویو کې یوه افغانه ښځه هم ده خو د سړي هویت لا نه دی معلوم. ترکي چارواکو د افغانې مېرمنې مړی ایراني خوا ته استولی دی او هلته یې کېښودلی دی.

د سختې یخنۍ سربېره لا هم زیات شمېر کډوال له ایران څخه ترکیې ته د اوښتو هڅه کوي. د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د ایران او ترکیې پر پوله یوې بلې افغانې مېرمنې د سړې هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی و. یادې ښځې غوښتل چې خپل ماشومان له یخنۍ څخه وژغوري.

بیا ولولئ: یوه افغان مور د سړې هوا له امله د ایران او ترکیې پر پوله ساه ورکړې

د ترکیې رسنۍ راپور ورکوي چې په تېرو دوو میاشتو کې لږترلږه ۸ کډوال د د دې هیواد پر ختیځه پوله مړه شوي دي. د اروپا د کډوالو او تبعیدیانو یو تازه راپور ښيي چې ډېری وختونه مهاجر د قاچاق وړونکو له خوا په لرو پرتو سیمو کې پرېښودل کېږي چې له امله زیات شمېر کسان غرونو کې مړه شوي دي.

بل پلو د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو ویلي هیواد یې له ایران سره پر پوله ۲۲۰ کیلومتره امنیتی دېوال جوړ کړی او د پاتې ۲۴۱ کیلومتره د جوړېدو کار به نږدې راتلونکي‌ کې پای ته ورسېږي.

بیا ولولئ: ترکیې له ایران سره پر پوله په روان کال کې د ۱۲۰ زرو کډوالو مخه نیولې

نوموړي زیاته کړې چې د ۲۰۲۱ تر سپټمبر میاشت پورې ترکیې ته د ۲ میلیونه او ۳۲۷ کډوالو د غیرقانوني‌ اوښتو مخه نیول شوې ده او له ۲۰۱۶ راهیسې ۲۸۳۷۹۰ کسان له دغه هیواد څخه شړل شوي دي. 

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو د څار سازمان تېر اکټوبر ایران ته د افغان کډوالو د شړلو له امله ترکیه له نړیوالو قوانینو څخه په سرغړونه تورنه کړې وه.

 

نورې ليکنې