آرشيف انځورـ د پولنډ پر سرحد موانع | انځور: صفا کراکان، اې اې، پېکچر الاینز
آرشيف انځورـ د پولنډ پر سرحد موانع | انځور: صفا کراکان، اې اې، پېکچر الاینز

د پولنډ هيواد پوله ساتونکي وايي چي سږ کال يې له سپيني روسيې څخه و پولنډ او په دې توګه اروپايي اتحاديې ته د ننوتلو تقريبا ۶۰۰ کوښښونه ناکامه کړي دي.

له سپيني روسيې يا بيلاروس څخه و پولنډ ته د ننوتلو کوښښونه د تير عيسوي کال په مني کي خپل اوج ته رسېدلي ول، خو اوس پکښي کمښت راغلی دی. په داسي حال کي چي د ۲۰۲۱ کال په نوامبر مياشت کي په ورځ کي تقريبا د ۱۰۰۰ په شاوخوا کي کسانو هڅه کوله چي له سپيني روسيې څخه و پولنډ ته داخل سي، اوس په ورځ کي د ننوتلو د هڅه کوونکو شمير صرف څو لسونو ته راکښته سوی دی.

د اسوشيېتد پرس خبري آژانس د خبر په حواله د پولنډ سرحد ساتونکو عسکرو په يو ټويټر پيغام کي ويلي دي چي د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۱۷مه نېټه) يې ۲۳ مهاجر ونيول. ويل سوي چي دغو کسانو د سپيني روسيې او پولنډ پر سرحد له لګول سوي اغزن تار څخه ځانونه تېر کړي ول چي ونیول سول. ويل سوي چي دغه مهاجر له سوريې، عراق، کيوبا، فلسطيني سيمو او له ترکمنستان څخه ول. له هغه مخکي يمنيان نيول سوي ول.

پولنډ د سپيني روسيې پر سرحد ساتونکو تور لګوي چي ګواکي د مهاجرو سره مرسته کوي چي د پولې موانع ماتي کړي او پولنډ ته داخل سي او پر پولنډي سرحدي عسکرو بريد وکړي.

پولنډ غواړي چي په راتلونکو مياشتو کي پر سرحد جګ فلزي موانع ودروي. دا د دې له پاره چي له سپيني روسيې څخه د هر ډول ناقانونه ور اوښتلو مخه ونيولای سي. د پولنډ پوله ساتونکي مخ په وړاندي هم له پولنډي پوځ څخه ملاتړ ترلاسه کوي.

پولنډ او اروپايي اتحاديه د سپيني روسيې پر واکمن اليکزاندر لوکاشېنکو تور لګوي چي هغه په منظمه توګه مهاجر سپيني روسيې ته راجلبوي او بيا يې و اروپايي اتحاديې ته داخلېدلو ته هڅوي. د پولنډ او اروپايي اتحاديې په وينا لوکاشېنکو غواړي په دې توګه له اروپايي اتحاديې غچ واخلي چي ورباندي په ۲۰۲۰ کال په ولسمشريزو ټاکنو کي د درغليو له کبله يې بنديزونه ولګول. لوکاشېنکو دا تورونه ردوي.

د عراق د باندنيو چارو وزارت وايي چي تر اوسه يې ۴۰۰۰ هغه عراقي مهاجر بېرته عراق ته په الوتکو کي انتقال کړي دي، کوم چي د سپيني روسيې او پولنډ پر پوله بند راغلي ول.

عراق د هغه وروسته له سپيني روسيې او پولنډ له پولي څخه د خپلو اتباعو انتقال پېل کړل، کله چي اروپايي اتحاديې ورباندي فشار راوست. 

په ۲۰۲۱ کال پولنډ ۳۹۷۰۰ داسي مهاجر ثبت کړل چي له سپيني روسيې و پولنډ ته په ناقانونه توګه د اوښتلو په هڅه کي ول. 

د آلمان سرحد ساتونکي فدرالي پوليس وايي چي په ۲۰۲۱ کال يې ۱۱۲۲۸ مهاجر ثبت کړل چي له سپيني روسيې څخه پولنډ او بيا آلمان ته په ناقانونه توګه اوښتي ول. د آلماني سرحد ساتونکو په وينا صرف د اکتوبر په مياشت کي ۵۲۹۴ مهاجر ثبت سوي ول چي له پولنډ څخه آلمان ته د اوښتلو په هڅه کي ول.


آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې