یوروپول وایي امنیتي ځواکونو په یونان، ایټالیا او البانیا کې ۲۹ قاچاق وړونکي نیولي دي. پر دغو کسانو تور دی چې سیاحتو کښتۍ کې یې سلګونه کډوال له ترکیې څخه اروپایي ټولنې ته انتقال کړي دي.
د اروپا پولیسو یا یوروپول پرون چهارشنبه په یونان، ایټالیا او البانیا کې د ۲۹ قاچاق وړونکو د نیولو خبر ورکړ. پر نیول شویو کسانو تور دی چې په سیاحتي او یا کب نیوونکو کښتیو کې یې سلګونه مهاجر له ترکیې څخه ایټالیا ته انتقال کړي دي.
دا عملیات د البانیا جنایي پولیسو، یوناني ځواکونو او د د ایټالیا مالي پولیسو د یوروپول او یوروجست په مرسته ترسره کړي دي چې په پایله کې یې ۱۸ تنه په البانیا، یو تن په یونان او ۱۰ تنه نور بیا ایټالیا کې نیول شوي دي.
ویل کېږي چې هر یوه مهاجر باید له ترکیې څخه ایټالیا ته د ورتګ لپاره دغې ډلې ته له ۶۰۰۰ څخه تر ۱۰ زرو پورې یورو ورکولې.
بیا ولولئ: یونان: د جعلي اسنادو جوړوونکې ډله له منځه وړل شوې
په ورته مهال د ایټالیا لېچې ښار کې د مالي پولیسو قومندان جوزپه جولیو لیو هیله څرګنده کړې ده چې له یادې ډلې د غړو له نیولو سره «د څو اونیو او یا څو میاشتو لپاره د کډوالو قاچاق کې کموالی رامنځ ته شي».
نوموړي دا هم ویلي چې نیول شویو کسانو د شاوخوا ۳۰ عملیاتونو په جریان کې لږترلږه ۱۱۰۰ تنه د ایټالیا پوګلیا ښار او ورپسې نورو اروپایي هیوادونو ته انتقال کړي دي.
د ښاغلي لیو په حواله ایټالیا کې د نیول شويو قاچاق وړونکو په ډله کې کښتۍ چلوونکي او هغه عراقي او سوریایي اتباع هم دي چې د لوجستیک په برخه کې یې فعالیت کاوه.
د لیچې ښار د مالي پولیسو قومندان زیاته کړې ده چې دغه ډله شاوخوا ۸۰ غړي لري چې مشران یې په ترکیه کې دي. په وینا یې دوی هڅه کوي چې له دیپلوماتیکو لارو د نوموړې ډلې د پاتې غړو د نیولو عملیاتو ته ادامه ورکړي.
چارواکي اټکل کوي چې ښایي یادې ډلې د قاچاقي فعالیتونو له امله میلیونونه یورو ترلاسه کړې وي. په وینا یې دوی د حوالې سیستم کاراوه چې د پولیسو د لېږد یوه غیررسمي طریقه ده.