| Source: European Union Agency for Asylum
| Source: European Union Agency for Asylum

اروپايي اتحاديه له چهارشنبې څخه د پناه غوښتنې د چارو له پاره خپل ځانګړی آژانس لري. د دغه آژانس مقصد به د غړو هيوادونو اړوند معيارونه جګول وي.

د پناه غوښتنې له پاره د اروپايي اتحاديې دغه نوی آژانس د (EASO) له ادارې څخه رامنځته سوی دی. د (EASO) اداره له ۲۰۱۱ کال راهيسي د اروپايي اتحاديې لپاره د پناه غوښتني په پوښتنو کي مرستيال دفتر اوسېدلی. دغه اداره چي پکښي ۵۰۰ چارواکي په کار بوخت دي، مرکزي دفتر به يې د قبرس کي پاته سي. يادي اداره د ۱۷۲ مليونو يورو بوديجه لري. د دغه ادارې نور دفترونه په اتن، بروکسل، روم، نيکوزيا، مادريد او وارشاؤ کي فعال دي.

د پناه غوښتنې له پاره د اروپايي اتحاديې آژانس (EUAA) په نوم دغه نوی آژانس دا هدف لري چي د دغې اتحاديې په ټولو غړو هيوادونو کي د پناه غوښتنې پروسې يو شانته کړي. دغه آژانس به د ياد هدف لپاره ۵۰۰ نور چارواکي هم استخدام کړي.

د ياد هدف تر څنګ به دغه نوی آژانس نور وظايف هم په غاړه ولري. په دې ترڅ کي به دغه آژانس د پناه غوښتونکو د ثبتولو او د پناه غوښتنو د ارزولو له پاره اوپراتيفي او تخنيکي مرستي وړاندي کوي. دغه آژانس به د غړو هيوادونو چارواکو ته روزنيز کورسونه وړاندي کوي، د بنيادي حقونو لپاره به يو ځانګړی مامور ولري، او داسي چارواکي به استخدام کړي چي وظيفه يې د اروپايي اتحاديې دننه او دباندي د وظايفو انسجام وي. له ۲۰۲۳ کال څخه به بيا يو څارونکی سيسټم هم فعال سي.

د اروپايي اتحاديې د دغه نوي آژانس رئيسي، نينا ګريګوري د چهارشنبې په ورځ په يو پيغام کي ويلي دي چي د دغه آژانس فعال کېدل په اروپايي اتحاديه کي د پناه غوښتنې او مهاجرو د اخيستلو په لاره يو مهم اقدام دی. د هغې په وينا د دغه آژانس فعال کېدل د اروپايي اتحاديې د پناه غوښتنې او مهاجرت د سياست د اصلاحاتو پر استقامت مهم پرمختګ دی.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې