د ارشیف انځور: کډوال د بروکسل د بشردوستانه مرکز مخ ته ولاړ دي. کرېډېټ: د بې سرحده ډاکټرانو سازمان
د ارشیف انځور: کډوال د بروکسل د بشردوستانه مرکز مخ ته ولاړ دي. کرېډېټ: د بې سرحده ډاکټرانو سازمان

د بروکسل ابتدایي محکمې تېره چهارشنبه بلجیم حکومت پناه غوښتونکو ته د مناسبو شرایطو د نه برابرولو په تور محکوم کړ. د محکمې په حکم کې راغلي‌ چې له دې وروسته به د پناه غوښتونکو له حقونو څخه د سرغړونې په صورت کې د بلجیم حکومت په ورځ کې ۱۰ زره یورو جریمه کېږی.

د بروکسل ابتدایي محکمې تېره چهارشنبه د جنورۍ ۱۹ د بلجیم حکومت او د پناه غوښتونکو لپاره فدرال اژانس یا فدازیل کډوالو ته د مناسبو شرایطو د نه برابرولو له کبله محکوم کړل. محکمې خپل حکم کې ویلي‌ دي چې د بلجیم حکومت خپل نړیوال مسولیتونه په سمه توګه نه دي‌ ادا کړي او د پناه غوښتونکو له حقونو څخه یې سرغړونه کړې ده.

له تېر اوړي راهیسې بلجیم کې د پناه غوښتونکو د هرکلي‌ مرکزونه له کډوالو ډک دي، چې له امله یې تېر ډسمبر د ژمي په سړه هوا کې سلګونه مهاجر دې ته اړ شول چې د بلجیم د پناه غوښتنلیکونو د ثبت مرکز مخې ته خیمې ودروې. د بلجیم د پناه غوښتنلیکونو د ثبت مرکز هغه اداره ده چې پناه غوښتونکو ته د سرپناه د د برابرولو مسولیت پر غاړه لري.

خو بلجیمي چارواکو بیا د دې حالت لامل روغتیایي‌کړکېچ او سیلابونه بللي وو.

بیا ولولئ: په بلجیم کي مهاجرو تر دوو میاشتو وروسته غذايي اعتصاب ختم کړ

د پناه غوښتونکو شمېر کې زیاتوالی «بې ساری» نه دی

د محکمې پرېکړه لیک کې راغلي چې سیلابونه څو میاشتې مخکې راغلي‌ وو خو روغتیایي‌ کړکېچ بیا له تېرو دوو کلونو راهیسې ادامه لري، نو ځکه دا د سرپناه د نشتوالي لامل کېدای نه شي.

پرېکړه لیک کې زیاته شوې ده چې اوسمهال پناه غوښتونکو ته یوازې هغه مهال سرپناه برابره کېږي چې د پناه غوښتنې په مرکز کې تش ځای موجود وي.‌ په وینا یې د بهرنیانو اداره او فدازیل غواړي وښيي چې د پناه غوښتونکو د هرکلي‌ حق ته یې درناوی کړی دی، حال دا چې زیات شمېر کسانو ته اجازه نه ورکول کېږي‌ چې د خپلې غوښتنلیکونو د وړاندې کولو لپاره مسولو مراجعو ته لاسرسی ولري.

محکمې ویلي چې د بلجیم حکومت مسولیت لري چې د کډوالو د شمېر د زیاتوالي‌ په صورت کې هم ورته سرپناه برابره کړي او ستونزو ته یې رسیدګي وکړي. په وینا یې د پناه غوښتونکو اوسنی شمېر کومه بې سارې پدیده نه ده.

محکمې د بلجیم حکومت ته امر کړی چې د روان کړکېچ د ختمولو لپاره لازم تدابیر ونیسي. د محکمې د حکم له مخې که چېرې مهاجرو ته اجازه ور نه کړل شي چې خپل غوښتنلیک مسولو مراجعو ته وړاندې کړي،‌ حکومت به په ورځ کې ۵۰۰۰ یورو جریمه کېږي. دغه راز که چېرې فدازیل لږترلږه له یوه پناه غوښتونکي سره مادي مرسته و نه کړي، په ورځ کې به ۵۰۰۰ یورو جریمه پرې راځي.

د یادولو ده چې تېر نومبر ځینې مهاجر پلوه سازمانونو د پناه غوښتنې له حق څخه د سرغړونې په هکله د بلجیم حکومت پر وړاندې شکایت ثبت کړی و. یادو سازمانونو تېره پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې د بروکسل د ابتدایي محکمې د حکم هرکلی وکړ.

 

نورې ليکنې