د اروپایي ټولنې کمېشنرې یلوا جوهانسون د تېرې جمعې په ورځ د لیتوانیا پلازمېنه ویلنیوس کې د کډوالۍ په هکله یوې غونډې ته وویل چې د کډوالو په شا تمبول غیرقانوني دي. نوموړې دا هم وویل چې اروپایي کمېسیون پر پولو د خنډونو جوړول نه تمویلوي.
د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنرې یلوا جوهانسون تېره جمعه لیتوانیا کې د کډوالۍ په هکله غونډه کې له پولو څخه د کډوالو په شا تمبونه غیرقانوني وبلله. نوموړې زیاته کړه: «خلک حق لري چې د پناه غوښتنه وکړي.»
له تېر دوبي راهیسې زرګونه مهاجر چې ډېری یې د منځني ختیځ دي هڅه کوي چې د لتویا، لتوانیا او یا پولنډ له لارې اروپایي ټولنې ته واوړي.
تر دې دمه لیتوانیا خپلې خاورې ته د ۸۲۰۰ پناه غوښتونکو د ننوتلو مخه نیولې ده. مهاجر پلوه سازمانونه وایي چې یاد کډوال په ناقانونه طریقه له لیتوانیا څخه په شا تمبول شوي دي.
د سیمې هیوادونه بیا له خپل دریځه دفاع کوي او وایي چې دا د کډوالۍ د څپو د مخنیوي یوازنۍ لاره ده.
د پولنډ د کورنیو چارو وزیر ماریوس کامینسکي یاده غونډه کې وویل: «موږ باید بیوروکراسۍ ته پام و نه کړو. کله چې پر موږ بریدونه کېږي، باید عمل وکړو.»
بیا ولولئ: پولنډ: دغه کال مو له سپيني روسيې ۶۰۰ ناقانونه اوښتنې ناکامه کړي دي
همدارنګه د لیتوانیا د کورنیو چارو وزیرې اګنې بیلوتېت وویل چې هیواد به یې د نیوکو سربېره له ځان او د اروپایي ټولنې له سرحداتو څخه دفاع کوي. نوموړې د کډوالۍ په تړاو د ګډې حل لارې د موندلو غوښتونکې شوه.
بل پلو د اروپا د پولو ساتنې ادارې یا فرانتکس مشر فبریس لګېري وویل، دوی د پولو د مدیریت په هکله «قانوني توضیحاتو» ته اړتیا لري ترڅو پوه شي چې کوم کار شونی دی او کوم کار بیا شونی نه دی.
اروپایي کمېسیون د دېوالونو جوړول نه تمویلوي
یادو هیوادونو دغه راز له بېلاروس سره پر پوله د خنډونو د جوړولو لپاره له اروپایي ټولنې څخه د مالي مرستو غوښتنه وکړه.
د یونان د کډوالۍ وزیر نوتیس میتاراچي رسنیو ته وویل چې د خنډونو د جوړېدو سره موافق دی او اروپایي ټولنه باید د دې کار د ترسره کېدو لپاره له خپلو غړو سره مالي مرسته وکړي.
آغلې جوهانسون بیا د خنډونو د جوړولو سره مخالفت وښود او و یې ویل چې د یادې ټولنې غړي هیوادونه خنډونه او دېوالونه جوړولی شي، خو اروپایي کمېسیون د دېوالونو جوړول نه تمویلوي.
لیتوانیا کې زرګونه کډوال تړلي مراکزو کې بند پاتې
که څه هم په تېرو څو اونیو کې له بېلاروس څخه لیتوانیا، لتویا او پولنډ ته د اوښتونکو کډوالو په شمېر کې کموالی راغلی دی، خو لیتوانیا ته د مهاجرو د لومړیو ډلو له رسېدو شپږ میاشتې وروسته زرګونه کسان لا هم په تړلي مراکزو کې بند پاتې دي.
د ۲۰۲۱ په ډسمبر میاشت کې د لیتوانیا پارلمان یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې د کډوالو د بند موده تر یو کال پورې غځېدلی شي.
بیا ولولئ: ليتوانيا غواړي د سپيني روسيې سره پر پوله بېړنی حالت تمديد نکړي
تېر دوبی نږدې ۴۰۰۰ کډوال و توانېدل چې له بېلاروس څخه لیتوانیا ته ځان ورسوي. لیتوانیا اعلان کړی چې چمتو دی بېرته ستنېدونکو کسانو ته د الوتکې تکتونه ورکړي او ورسره د ۱۰۰۰ یورو په ارزښت مالي مرسته هم وکړي. تر دې دمه یوازې ۴۸۲ کسانو دغه پروګرام کې نوم لیکنه کړې ده.
د لیتوانیا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې دغه هیواد ته د نویو رسېدونکو کډوالو له ډلې یوازې ۸۷ کسانو قبولي ترلاسه کړې، خو د ۳۱۸۹ تنو دوسیې بیا رد شوې دي.