ځایي رسنیو کې خپاره شوي راپورونه وایي چې طالب وسله والو پرون دوشنبه د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې له یوه کور څخه لسګونه کسان نیولي دي. د طالبانو یو ویاند د دې خبر په تاییدولو سره وایي چې نیول شويو کسانو غوښتل چې «په غیرقانوني توګه د هوا له لارې» له هیواده ووځي.
له افغانستان څخه را رسېدلي راپورونه وایي چې دغه کسان چې په ډله کې یې ښځینه فعالانې او زیانمنونکي وګړي هم ول مزار شریف ښار کې په یوه کور کې اوسېدل او ټاکل شوې وه چې له هیواده ووځي. ځینو سرچینو بیا ویلي چې دا کور امریکایانو کرایه کړی و.
بي بي سي د یوې سرچینې له قوله وایي چې نیول شویو کې ۱۶ ښځې هم دي.
بل پلو د طالبانو ویاند احمدالله وثیق پرون دوشنبه د جنورۍ ۲۴مه پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې طالبانو بلخ کې هغه ۴۰ تنه نیولي دي چې «په غیرقانوني توګه یې د هوا له لارې بهر ته د تلو هڅه کوله.»
نوموړي ویلي: «یاد کسان د پلتنو لپاره لنډمهاله توقیف شول څه یې بېرته خوشې شول، خو هغه انجونې لا هم په توقیف کې دي چې وارثان یې لا نه دي حاضر شوي، د انجونو لپاره په ښځینه توقیف خونو کې انتظام شته.»
بیا ولولئ: په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک نیولو په ترڅ کې ډیر کسان وژل شوي
د بي بي سي په حواله طالب وسله وال لومړی ځل د تېرې شنبې پر شپه دغه کور ته ورغلي او یو شمېر کسان یې نیولي وو. پر دویمه شپه بیا چې چا دروازه ورته نه وه پرانیستلې، د زینې له لارې ودانۍ ته داخل شول.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې کابل کې د طالب وسله والو له خوا د دوو ښځینه فعالانو پروانې ابراهیم خیل او تمنا زریابي پریاني او د نوموړې د درېو خوېندو د نیولو په هکله راپورونه خپاره شول.
بیا ولولئ: افغان خبریال: «که افغانستان کې پاتې شم، د طالبانو له خوا وژل کېږم»
دوه ورځې وړاندې بیا ناروي کې د افغانستان په هکله د غونډې ګډونوالې هدا خاموش د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ته وویل: «کابل ته زنګ وکړه او او ووایه چې نجونې دې ازادې کړئ.»
د یادولو ده چې تر دې دمخه هم مزارشریف کې د طالبانو له خوا د یو شمېر ښځو د نیول کېدو راپورونه خپاره شوي وو. د رسنیو په حواله دې ښار کې د یو شمېر ښځینه فعالانو مړي هم موندل شوي وو چې ویل کېږي طالبانو وژلې دي.