د ارشیف انځور: اسلام قلعه بندر. کریدت: د کډوالۍ نړیوال سازمان
د ارشیف انځور: اسلام قلعه بندر. کریدت: د کډوالۍ نړیوال سازمان

د کډوالۍ نړیوال سازمان په یوه راپور کې وایي هره ورځ له ایران څخه تر ۳۰۰۰ ډېر سند نه لرونکي افغان مهاجر بېرته خپل هیواد ته ستنېږي. راپور کې زیاته شوې ده چې ډېری افغانان په زوره له ایرانه شړل کېږي. یاد سازمان دغه راز افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکوي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان پرون دوشنبه د جنورۍ ۲۴مه په یوه راپور کې وویل، هره ورځ تر ۳۰۰۰ ډېر بې سنده افغان کډوال له ایرانه بېرته خپل هیواد ته ستنېږي. 

راپور کې راغلي دي چې ډېری افغانان په زوره د ایران له خاورې څخه اخراجېږي. یاد سازمان دا هم ویلي چې زیات شمېر شړل شوی افغانان ایران کې د تاوتریخوالي، له کورنۍ څخه د جلا کېدو پېښو او د باج اخیستو څخه شکایتونه لري.

بشري ناورین

راپور کې زیاته شوې ده چې نن سبا د وزګارۍ، د خوړو د کموالي او د نامطمین امنیتي حالت له کبله افغانستان له یو بشري ناورین سره مخ دی.

د یاد سازمان د شمېرو له مخې دا مهال افغانستان کې د بې ځایه شویو وګړو شمېر ۵،۵ میلیونو ته رسېږي. همدارنګه په ۲۰۲۱ کې تر یو میلیون ډېر افغانان له نورو هیوادونو څخه بېرته افغانستان ته لېږدول شوي، خو زرګونه نور بیا له هیواده د وتو هڅه کوي.

بیا ولولئ: ایران او پاکستان څخه له یو میلیونو ډیر افغانان اخراج او یا بیر ته ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې تېر ډسمبر په یوه خبرپاڼه کې د ایراني چارواکو له خولې لیکلي وو چې د ۲۰۲۱ په جریان کې ۵۰۰۰۰۰ افغانان ایران ته تللي دي.

د یادولو ده چې ایران نن سبا له ۳ میلیونو څخه د ډېرو افغانانو کوربه دی چې له دې ډلې شاوخوا یو میلیون يۍ د کډوالۍ اسناد لري او پاتې نور يې بیا له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.

 

نورې ليکنې