د کالې بندر.‌ انځور:‌ پېکچر الاینز
د کالې بندر.‌ انځور:‌ پېکچر الاینز

د بولونی سار مېر څارنوالۍ پرون سه شنبه وویل کالې بندر ته څېرمه د یو تن مړی موندل شوی دی چې «ښایي» کډوال وي. داسې اټکل کېږي چې نوموړی لارۍ کې د سپرېدو پر مهال وژل شوی وي.

د بولونی سور مېر څارنوال ګیرېک لو برا پرون سه شنبه د جنورۍ ۲۵ د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې کالې بندر ته نږدې د یو تن مړی موندل شوی دی چې «ښایي» کډوال وایي. نوموړې زیاته کړه چې دغه نارینه جسد تر ۱۸ کلونو لوړ عمر لري.

تر دې دمه د دغه کس د وژل کېدو لامل نه دی معلوم. خو چارواکي اټکل کوي چې نوموړی لارۍ کې د سپرېدو پر مهال وژل شوی دی. 

له دې پېښې سره سږ کال کالې کې د مړو شمېر ۳ تنو ته رسېږي. د روانې میاشتې پر ۱۵مه کالې ته څېرمه مارک سیمه کې د یو ۱۸ کلن سوډاني مهاجر مړی موندل شوی و. نوموړي چې غوښتل یې برتانیا ته د اوښتو په موخه یوه لارۍ کې سپور شي تر تایر لاندې شوی و.

همدارنګه د جنورۍ پر ۱۴مه یو ۲۰ کلن سړی په انګلیس کانال کې ډوب شو. نوموړي غوښتل له ۳۲ نورو کډوالو سره یو ځای برتانیا ته واوړي.

بیا ولولئ:‌ انګلیس کانال: په ۲۰۲۱ کې برتانیا ته د اوښتونکو کډوالو شمېر ریکارډ کچې ته رسېدلی

د ګواښونو سربېره لا هم ګڼ شمېر کډوال په لاریو او یا کښتیو کې برتانیا ته د ورتګ هڅه کوي. په تېرو دوو ورځو کې تر ۱۵۰ ډېرو کسانو د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته ځانونه رسولي او ۴۳ تنه نور بیا د فرانسوي چارواکو له خوا ژغورل شوي دي. د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې ۱۱۱۹ کډوال د مانش کانال له لارې برتانیا ته اوښتي دي. 

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې تېر کال ۵۲ زره کډوالو د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د اوښتو هڅه کړې وه. تر ۲۸ زره ډېرو کسانو بیا د یاد کانال له لارې برتانیا ته ځانونه رسولي ول.

 

نورې ليکنې