پولنډ له بېلاروس سره پر پوله د دېوال جوړولو کار پیل کړی. انځور: صفا کاراکان، پېکچر الاینز
پولنډ له بېلاروس سره پر پوله د دېوال جوړولو کار پیل کړی. انځور: صفا کاراکان، پېکچر الاینز

پولنډ پرون سه شنبه له بېلاروس سره پر پوله د دېوال جوړولو کار پیل کړ. د دغه دېوال د جوړولو موخه له بېلاروس څخه پولنډ ته د کډوالو د اوښتو مخنیوی په ګوته شوی دی.

پولنډ پرون سه شنبه د جنورۍ ۲۵ له بېلاروس سره پر ګډه پوله د دېوال جوړولو کار پیل کړ. د دغه دېوال هدف پولنډ ته له بېلاروس څخه د اوښتونکو مهاجرو مخنیوی دی.

د پولنډ د پوله ساتونکو ویاندې کریستینا جاکیمیک جاروڅ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دوی د سه شنبې په ورځ سرحدي سیمه کې کار پیل کړی، خو نوموړې دا نه دي ویلي چې د دېوال جوړولو کار د پولې په کومه برخه کې پیل شوی دی.

آغلې جاکیمیک جاروڅ زیاته کړې ده چې دا دېوال ۱۸۶ کیلومتره اوږدوالی او پنځه نیم متره لوړوالی لري. د فرانسې خبري اژانس په حواله د دې دېوال پر جوړېدو ۳۵۳ میلیونه لګښت راځي او ټاکل شوې ده چې د جوړولو کار به یې راتلونکی جون پای ته ورسېږي.

د پوله ساتونکو ویاندې ټینګار کړی چې دا دېوال به د امنیتي کمرو سره مجهز وي.

بیا ولولئ: له بېلاروس څخه پولنډ ته د کډوالو د قاچاق یوه مهمه ډله نیول شوې

د مهاجر په شا تمبول

مهاجر پلوه سازمانونو په وار وار پولنډ د کډوالو په شړلو تورن کړی دی. دوی وایي چې دغه هیواد کډوال له خپلې پولې پر شا تمبوي چې له امله یې ګڼ شمېر مهاجر د پولنډ او بېلاروس ترمنځ پر پوله ایسار پاتې او په سړه هوا کې شپې سبا کوي.

بل پلو چاپېریال ساتونکي او فعالان د پولنډ پر حکومت نیوکه کوي او وایي‌ چې د خنډونو جوړول پر ځنګلي سیمو ناوړه اغېز لرلی شي.

بیا ولولئ:‌ ملګري‌ ملتونه وایي‌ کارکوونکو ته یې د پولنډ او بېلاروس سرحدي سیمو ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړل شوې

اروپایي ټولنه د دېوال جوړول نه تمویلوي

د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو کمېشنرې یلوا جوهانسون تېره جمعه لیتوانیا کې د کډوالۍ په هکله غونډه کې وویل چې د یادې ټولنې غړي هیوادونه خنډونه او دېوالونه جوړولی شي،‌ خو اروپایي کمېسیون د دېوالونو جوړول نه تمویلوي.

لیتوانیا د پولنډ په څېر له بېلاروس سره پر پوله د ازغن تار لګولو کار پیل کړی دی چې ټاکل شوې ده د ۲۰۲۲ په سپټمبر میاشت کې پای ته ورسېږي.

بیا ولولئ: ليتوانيا غواړي د سپيني روسيې سره پر پوله بېړنی حالت تمديد نکړي

د پولنډ د بهرنیانو ادارې په حواله د دغه هیواد چارواکو د تېر کال په جریان کې ۷۷۰۰ پناه غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي. ډېری دغه پناه غوښتونکي د بېلاروس وګړي او افغانان دي.

د پولنډ هيواد پوله ساتونکو بیا ویلي چي سږ کال يې له بېلاروس څخه پولنډ او په دې توګه اروپايي ټولنې ته د ننوتلو تقريبا ۶۰۰ کوښښونه ناکامه کړي دي.

پولنډ او اروپايي ټولنه د بېلاروس پر واکمن اليکزاندر لوکاشېنکو تور لګوي چې هغه په منظمه توګه مهاجر بېلاروس ته راجلبوي او بيا يې اروپايي اتحادیې ته داخلېدلو ته هڅوي. د پولنډ او اروپايي ټولنې په وينا لوکاشېنکو غواړي په دې توګه له اروپايي ټولنې غچ واخلي چي په ۲۰۲۰ کال کې یې په ولسمشريزو ټاکنو کې د درغليو له کبله ورباندې بنديزونه ولګول. لوکاشېنکو دا تورونه ردوي.

 

نورې ليکنې