آرشيف انځور
آرشيف انځور

په مديترانه کي ۷ مهاجر له يخ څخه مړه سوي دي. دغه مهاجر له ليبيا څخه و ايټاليا ته په کښتۍ کي پر لاري ول.

د ايټاليا د ټاپو ښاروال، توتو مارتېلو د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ ۲۶مه) وويل چي ۷ مهاجر و ايټاليا ته پر لاري په مديترانه کي له يخ څخه مړه سوي دي. د هغه په وينا مهاجر له ليبيا څخه ايټاليا ته پر لاري ول. 

ښاروال ويلي دي چي دغه مهاجر په کښتۍ کي سپاره ول او سخت يخ سوي خو لا ژوندي ول. د هغه په وينا سمندر ساتونکو چارواکو دغه مهاجر و ټاپو ته انتقال کړل چيري چي هغوی ساه ورکړه. د ايټاليا د رسنيو د خبرونو له مخي ۷ واړه مړه سوي مهاجر له بنګله دېش څخه ول.

د «مديترانين هوپ» په نوم د ايټاليا د پروتستانت کليسا مرستندويه سازمان ويلي چي په ټوليزه توګه په اړونده کښتۍ کي ۲۸۰ انسانان سپاره ول. د دغه سازمان په وينا مهاجرو د بنګله دېش، مصر، مالي او سوډان سره تړاو لاره او په عملي توګه تر اندازې د زيات يخ يا سړې هوا سره مخامخ سوي ول. 

د لامپېدوسا ښاروال توتو مارتېلو ويلي دي چي دا يوه تکان ورکوونکې خبره ده چي د ايټاليې حکومت او اروپا د دا ډول موضوعاتو په هکله چي پکښي زيات انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، دا ډول خاموشي اختيار کړېده.

د فرانس پرېس خبري آژانس د خبر له مخي د کښتۍ نور سپرلي په ټاپو کي و روغتيايي مرکز او د مهاجرو د نوم ثبتونې مرکز ته انتقال کړل سول. د مهاجرو په دغه کمپ کي د ۲۵۰ کسانو ځای سته خو پکښي دمګړی تر ۶۰۰ زيات مهاجر ساتل کيږي. له دوی څخه به تقريبا ۱۰۰ کسان بايد د سه شنبې په ورځ د قرنطين کښتۍ ته انتقال کړل سوي وای.

په ۲۰۲۰ کال د کښتۍ په مرسته و ايټاليا ته د رسېدونکو مهاجرو شمير ۳۴۰۰۰ ؤ، خو په ۲۰۲۱ کال دغه شمير تقريبا دوه چنده زيات او ۶۴۵۰۰ ته جګ سو. د ښاروال مارتېلو په وينا اوس که ژمی وي او که دوبی وي، بيا هم په زيات شمير مهاجر ايټاليا ته د ځان رسولو له پاره د مديترانې پر لاره روانيږي. د هغه په وينا مهاجر حتی د ژمي له یخ څخه له هم نه پر شا کيږي.

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې