د فرانسې پا دو کالې کې یوتن کډوال چې بریتانیا ته د تلو انتظار باسي. انځور: مهدي.سپتمبر ۲۰۲۱
د فرانسې پا دو کالې کې یوتن کډوال چې بریتانیا ته د تلو انتظار باسي. انځور: مهدي.سپتمبر ۲۰۲۱

د فرانسې په ختیځ کالې ښار کې د کډوالو په کمپونو کې د زرګونو کډوالو ترمنځ ګڼ شمیر کم عمره کډوال هم له کړاوه ډک شپې او ورځې سبا کوي او ګڼ شمیر نور بیا د سرپناه د موندلو لپاره لالهانده دي. په سیمه کې مرستندویه سازمانونه دغو کم عمره ځوانانو ته د سرپناه د کمښت له امله اندیښمن دي.

دغه بندري ښار کې یو شمیر مرستندویه سازمانونه د بې سرپرسته کم عمره پناه غوښتونکو لپاره د استوګنځایونو په موندلو کې مرسته کوي. د شپې تر ناوخته د یوتوپیا ۵۶ سازمان ګرځنده رضاکاره کارکوونکي د پناه غوښتوکو لاسنیوی کوي.

د شپې په ۱۱:۳۰ بجو یو ۱۶ کلن ځوان د یوتوپیا شمیرې ته د سرپناه لپاره ټیلفون کوي. د یاد سازمان دوه رضاکارانې دغه ځوان ته ځان رسوي تر څو ورسره مرسته وکړي. نوموړی هیله لري چې د «سنت اومر» ښار کې د کم عمره کډوالو مرکز (ASE) ته واستول شي. دغه مرکز چې د فرانسې په کالې ښار کې موقعیت لري د France Terre d'Asile انجمن لخوا اداره کیږي خو د کرونا ویروس له امله یاد مرکز نوي خلک نه مني.

په هماغه شپه دغه دوه رضاکارانې له یو بل ځوان سره هم مخامخ کیږي چې تازه له ډاکتر څخه خلاص شوی او سرپناه نه لري. د یوتوپیا دغه دوه رضاکارانې دغه ځوان بیرته ډاکټر ته بیايي ترڅو په روغتون کې ورته د یوې شپې د اوسیدو اجازه ترلاسه کړي.

د کم عمره پناه غوښتونکو لپاره د استوګنځای پیداکولو عادي پروسه دا ده چې د شپې لخوا دوې د یوتوپیا لخوا پولیسو دفتر ته بوول کیږي او پولیس بیا د France Terre d'Asile دفتر سره اړیکه نیسي تر څو په سنت اومر کې دوې ته خالي ځایونه و مومي.

په کالې د کډوالو د سرپناه ستونزه یوه نوې خبره نه ده خو د ژمي په راسیدو سره دا چاره لا ستونزمن شوی.

له یاد سازمان څخه پولین ژوایو کم عمره پناه غوښتونکو ته د سرپناه د کمښت له امله پر فرانسوي چارواکو نیوکه کوي او وايي: «مونږ نه پوهیدو چې د کرونا د دغو ستونزو وړاندوینه نه وه شوې او دا چې د کوچنیانو لپاره د بدیل د حل کومه لاره شتون نه لري.»

کالې کې یو شمیر کډوال د ژمي په سړه هوا کې ځانونه ګرموي. انځور: مهدي. آرشیف
کالې کې یو شمیر کډوال د ژمي په سړه هوا کې ځانونه ګرموي. انځور: مهدي. آرشیف

د «فرانس تیغ دزیل» مسولین وايي چې که څه هم له اوه ورځې قرنطین وروسته اوس د کم عمره پناه غوښتونکو د استوګنځایونو مرکزونه بیرته خلاص شوي خو د دوې په وینا دا یوه اوږمهاله ستونزه ده.

په سیمه کې مرستندویه سازمانونه وايي چې له شپږو میاشتو ډیره موده کیږي چې دغه ستونزه دوام لري. دوې په دې باور دي چې حتی پناه غوښتونکي نه شي کولای ځان لپاره خیمې و مومي.

سیمه ایز چارواکي وايي چې په ۲۰۲۱ کال کې يي ۳۳۰۰ بې سرپرسته کم عمره پناه غوښتونکي يي د سرپناه مرکزونو ته لیږدولي چې دا د تیر کال په پرتله دوه چنده ډیر والی ښيي.

 په کالې د کم عمره بې سرپرسته پناه غوښتونکو لپاره د سرپناه ۸۰ مرکزونه شتون لري چې له دغو څخه ۵۰ يي فرانس تیغ دزیل انجمن پورې اړه لري او پاتې نور يي د نورو انجمنونو لخوا اداره کیږي. د انجمنونو مسولی بیا وايي چې د سرپناه دغه مرکزونو د ټولو لپاره بسنه نه کوي.

نور ولولئ: فرانسه: کالې کې د یو تن مړی موندل شوی چې «ښایي» کډوال وي

د فرانسې ختیځ کالې او نور ښارونه هغه سیمې دي چې د افغانانو په ګډون ګڼ شمیر پناه غوښتنې په دې تمه د انتظار شیبې شماري ترڅو د انګلیس کانال له لارې ځانونه بریتا ته ورسوي.

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې تېر کال ۵۲ زره کډوالو د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د اوښتو هڅه کړې وه چې له دې ډلې څخه تر ۲۸ زرو ډیر يي ځانونه بریتانیا ته رسولي دي.

 

نورې ليکنې