په اتن کي د مهاجرو احتجاج ـ آرشف انځور AP Photo/Petros Giannakouris)
په اتن کي د مهاجرو احتجاج ـ آرشف انځور AP Photo/Petros Giannakouris)

د بشري مرستو سازمانونه وايي چي د يونان په مهاجر کمپونو کي په زرونو انسانان له میاشتو راهيسي په کافي اندازه خوراک نه ترلاسه کوي. مرستندويان له وږو ماشومانو څخه خبري کوي.

کد بشري مرستو يو سازمان ويلي دي چي په يونان کي له مياشتو راهيسي په زرونو د کمپونو مهاجر په کافي اندازه غذا او بنيادي د اړتيا توکي نه لري. سازمان ويلي دي چی دا د هغه باوجوده چي په دې تړاو څو ځله حکومت ته خبرداری ورکول سوی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو نړيواله اداره (IOM) وايي چي د يونان په مهاجر کمپونو کي تقريبا ۱۶۵۶۰ مهاجر ژوند کوي. د دغه سازمان په وينا په دغو کي داسي کسان هم شامل دي چي يا خو د پناه غوښتنې و مرکې ته په انتظار دي او يا يې پناه غوښتنه رده سوې ده. په نيويارک کي مستقر د ژغورنې نړيواله کمېټه سازمان (IRC) وايي چي هغه کسان چي د پناه غوښتنې له پروسې دباندي دي او په همدې شان ۴۰ سلنه هغه کسان چي په کمپونو کي اوسيږي، د حکومت د غذايي مراقبت د قراردادونو له مخي ورته غذا نه رسول کيږي.

د ياد سازمان په وينا د دې لامل د تير کال په اکتوبر مياشته کي پلي سوې پاليسي ده. د دغې پاليسۍ له مخي کله چي نغدي مرستي له (UNHCR) څخه د يونان حکومت ته ورکول کيږي، نو په ترڅ کي يې صرف هغو کسانو ته غذا ورکول کيږي چي لا تر اوسه د پناه غوښتنې آخري پرېکړي ته په انتظار دي. ويل سوي چي د دغو کسانو شمير تقريبا ۱۰۲۰۰ نفر دی.

ويل سوي چی په دغو کي اکثريت يې داسي کسان دي چي مرستو ته اړ دي لکه ماشومان چي په کافي اندازه د خوراک نه ورته رسېدو له کبله کړيږي. د (IRC) په وينا يو شمير د ښوونځيو ښوونکو ورته ويلي چي داسي ماشومان يې ښوونځي ته راغلي چي د سهار ناری يې نه وي کړی او د ورځي د جريان لپاره هم د خوراک کوم شی د ځان سره نه لري.

د لوږي بحران

مرستندويه سازمانونو او په همدې شان مهاجرو څو ځله د خوراک ستونزي ته په اشاره ويلي دي چي دغه ستونزه بايد حل سي. د تېر عيسوي کال د اکتوبر مياشتي په نيمايي کي د يو لاريون پر وخت يو احتجاج کوونکي د ځان سره داسي يوه لوحه لېږدوله چي پر ليکلي ول: «ايا ستا ماشومان بېله ډوډۍ څخه ښوونځي ته ځي؟» د کانګو د ډموکراټيک جمهوريت سره تړاو لرونک د کمپ يو اوسېدونکی وايي: «ما يوه ښځه وليدله چي د خپلو ماشومانو له پاره يې د دوو اضافي بوتل اوبو غوښتنه کوله، خو ورته ورنکړل سول ولي چي د پناه غوښتنه يې رده سوې وه.»

په ياده مياشت ۳۳ سازمانونو اروپايي کميسيون او د يونان چارواکو ته يو سرخلاصی ليک ولېږلی چي پکښي ادعا سوې وه چي د کمپونو د اوسېدونکو مهاجرو څخه تقريبا ۶۰ سلنه يې په کافي اندازه وړ غذا ته لاسرسی نلري. زياته سوې وه چي دا له دې کبله ولي چي هغوی د غذا له وېش څخه محروم کړل سوی دي.

د کورنيو چارو لپاره د اروپايي کميسيون مسؤلې، يلوا جوهانسون په ډسمبر مياشت پر دې ټينګار وکړ چي حکومت په دې مکلف دی چي «ټولو اشخاصو ته بېله د هغوی د دريځ څخه» ډوډۍ او د نظافت سامان ورکړي.

خو په يونان کي د (IRC) سازمان رئيسي، ديميترا کالوګرپولو د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په ۲۴نېټه) وويل چي خلک اوس «څنډي ته ټېل وهل سوي دي». هغې زياته کړې: «په سيمه کي به کار پوخت سازمانونو ليدلي چي ماشومان ژاړي، ولي چي هغوی په کافي اندازه غذا نه ده لرلې.» کالوګرپولو ويلي: «موږ داسي حالت وينو چي د لوږي و بحران ته ورته دي.»

د يونان حکومت د ۲۰۲۰ کا ل په مارچ کي په قوانينو کي داسي تعديل وکړ چي له هغو کسانو څخه په سمدلاسه توګه مرستي قطع کوي چي د نړيوال او دويمي درجې محافظت ترلاسه کوي. له دې کبله په زرونو مهاجر له يو شمير هغو کورونو څخه وتلو ته اړ سول چي د دولت له خوا تمويليږي. د نوي قانون له مخي هغه پناه غوښتونکي چي منفي جواب يې ترلاسه کړی وي، هغوی د غذا له وېش څخه هم بهر کيږي. د بشري حقونو مدافع سازمانونه وايي چي د دغې ستونزي سره په زياته د سوريې، افغانستان، پاکستان، سوماليا او بنګله دېش مهاجر لاس او ګرېوان دي. يونان د يادو هيوادونو د وګړو له پاره دا خوندي ګڼي چي هغوی بېرته ترکيې ته ستانه سي.

د يونان حکومت وايي چي هغه کسان چي هغه کسان چي د محافظت غوښتنه يې رده سوې وي، هغوی کولای سي چي د سرپناه او غذا د نورو پروګرامونو لکه (HELIOS) له لاري د مرستو غوښتنه وکړي. خو بشري سازمانونو دغه پروګرام په دوامداره توګه د سختو کمښتونو سره مل بللی دی.

د (IRC) سازمان يو راپور چي تېره اونۍ خپور سو، پکښي دوو سازمانونو ويلي چي د سرپناه نه درلودلو ستونزه په لوی شمير مهاجر اغېزمنوي. په دغه راپور کي راغلي چي حتی په زرونو قبولي لرونکي پناه غوښتونکې مهاجر سته، په شمول د ماشوم لرونکو او حامله داره مېرمنو چي په خراب روغتيايي وضعيت کي ژوند کوي. د دغه سازمان په وينا زيات شمير له دوی څخه د اوږدې مودې لپاره په عامه ډاګونو او ميدانونو کي و شپه تېرولو ته اړ دي.

 

نورې ليکنې