رفیوجي فود ټولنه کډوالو لپاره د اشپزۍ کورسونه جوړوي. انځور: رفیوجي فود ټولنه
رفیوجي فود ټولنه کډوالو لپاره د اشپزۍ کورسونه جوړوي. انځور: رفیوجي فود ټولنه

فرانسه کې رفیوجي فود ټولنه کډوالو لپاره د اشپزۍ دوه کورسونه جوړوي چې سېزم او تورنسول نومېږي. دغه کورسونه کډوالو ته دا زمینه برابروي چې د اشپزۍ په برخه کې کار پیدا کړي.

په داسې حال کې چې فرانسه کې د هوټلدارۍ صنعت د کورونا ویروس کړکېچ له امله زیانمن شوی دی او ډېری رستورانونه د کارګرو له کمښت سره مخ دي، رفیوجي فود ټولنه له ۲۰۱۹ راهیسې کډوالو ته د اشپزۍ کورسونه جوړوي.

لومړی کورس چې سېزم نومېږي د فرانسې په پاریس، ستراسبورګ، مولهوس، دیژون او رېن ښارونو کې جوړېږي. تورنسول کورس بیا یوازې په پاریس کې دایرېږي.

تر دې دمه نږدې ۳۰۰ کسانو دغو کورسونو کې ګډون کړی دی چې په ډله کې یې زیات شمېر افغانان، اریتریایان او سوډانیان دي. پاریس کې د کورسونو ګډونوال (۶۰ تر ۷۰ سلنه یې) کولی شي چې د بریالي پای ته رسولو وروسته یې د هوټلدارۍ برخه کې کار پیدا کړي.

یادو کورسونو کې څه شامل دي؟

دواړه کورسونه ۶ میاشتې دوام کوي.

سېزم کورس د ځوانو اشپزانو لپاره دی چې د یو سراشپز تر ادارې او لاس لاندې کار کوي. دغه کورس کې د ژبې (تخصصي فرانسوي) او عملي درسونه شامل دي. د کورس له ګډونوالو سره د کاري ادغام په برخه کې هم مرسته کېږي.

تورنسول چې د پاریس ښاروالۍ له خوا تمویلېږي هغو کسانو ته ځانګړی شوی دی چې غواړي د ښوونځیو، شرکتونو او روغتیایي ادارو په کانتینونو کې کار وکړي. د دې کورس ۹۰ سلنه ګډونوال کولی شي چې کار پیدا کړي.

بیا ولولئ: پخوانۍ افغان مهاجره د فرانسې لیون ښار کې: «غواړم چې د اشپزۍ له لارې خلکو ته ریښتینې ارزښتونه انتقال کړم»

کورسونو کې د ګډون شرایط

د کورسونو ګډونوال باید:

  • کډوال او یا د جانبي حفاظت سند لرونکي وي
  • بالغ وي
  • پول امپلوا یا د کار موندلو اداره کې یې نوم لیکنه کړې وي
  • د فرانسې د کډوالۍ او ادغام ادارې یا د اوفي د ادغام قرارداد لاسلیک کړی وي
  • تر A1 درجې پورې یې د فرانسوي ژبې زده کړه کړې وي

د هوټلدارۍ په برخه کې کاري تجربه ضروري نه ده.

کورسونو کې نوم لیکنه

سېزم کورس کې د نوم لیکنې لپاره باید دا فورمه ډکه کړئ.

تورنسول کورس کې د ګډون لپاره باید دغه امیل آدرس ته امیل واستوئ: formations@refugee-food.org

 

نورې ليکنې