د کډوالو یوه ډله دوور بندر ته انتقالېږي. جنورۍ ۱۰. انځور: رویټرز
د کډوالو یوه ډله دوور بندر ته انتقالېږي. جنورۍ ۱۰. انځور: رویټرز

د روان میلادي کال له پیل راهیسې ۱۳۰۲ کډوال د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته اوښتي دي چې د تېر کال پرتله پنځه چنده زیاتوالی ښيي. د سختې یخنۍ سربېره لا هم ګڼ شمېر کډوال د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د ورتګ هڅه کوي.

سږ کال تر دې دمه ۱۳۰۲ مهاجرو د انګلیس کانال له لارې ځانونه برتانیا ته رسولي دي چې د تېر کال همدې مودې پرتله پنځه چنده زیاتوالی ښيي. د برتانیا د کورنیو چارو وزارت وایي چې پرون چهارشنبه د جنورۍ ۲۵مه ۱۸۳ کډوال چې په اوو کښتیو کې سپاره ول برتانیا ته اوښتي دي. د کډوالو لومړۍ ډله د سهار په ۸ بجو برتانوي سواحلو ته ورسېدله. یاد کډوال چارواکو دوور ښار کې د کډوالۍ مرکز ته لېږلي دي.

د بي بي سي خبریال سیمون جونز پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د سه شنبې په شپه ۳۹ تنه نور کډوال د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته اوښتي دي. همدارنګه د تېرې یکشنبې او دوشنبې په ورځو تر ۱۵۰ زیاتو کسانو د یاد کانال له لارې برتانیا ته ځان رسولی و.

بیا ولولئ: یوناما: د روان کال په لومړۍ نیمایي کې افغانستان کې ولسي مرګ ژوبله د ریکارډ کچې ته رسېدلې

«د یوې غمجنې پېښې مخه مو ونیوله»

په ورته مهال فرانسوي چارواکي وایي چې د تېرې سه شنبې او چهارشنبې په ورځو یې انګلیس کانال کې ۷۷ کډوال ژغورلي دي. ډېلي مېل ورځپاڼه خبر ورکوي چې د فرانسې پوله ساتونکو سمندر کې د کډوالو د احتمالي کښتیو د موندلو لپاره الوتکې کارولې دي.

سمندر کې د ژغورنې ملي ټولنې لومړی د یوې حاملې ښځې او وړو ماشومانو په ګډون ۲۴ کردان وژغورل. په وینا یې د دغو مهاجرو کښتۍ ته اوبه ور دننه شوې وې.

له وا دو نور ورځپاڼه د ژغورونکو مشر شارل دوو له قوله وایي: «نږدې و چې یاد مهاجر اوبو ته ولوېږي. موږ د یوې نوې غمجنې پېښې مخه ونیوله.» نوموړي هغې پېښې ته اشاره کوله چې د ۲۰۲۱ د نومبر پر ۲۴مه انګلیس کانال کې رامنځ ته شوې وه. یاده پېښه کې ۲۷ کسان مړه شوي ول.

په هماغه شپه ژغورونکو انګلیس کانال کې د کډوالو یوه ۲۹ کسیزه ډله وژغورله.

همدارنګه پرون چهارشنبه ۲۴ تنه نور سمندر کې تر ژغورل کېدو وروسته د کالې بندر ته انتقال شول.

د یادولو ده چې د جنورۍ پر ۱۴مه یو شل کلن کډوال چې غوښتل یې له ۳۲ نورو کډوالو سره یو ځای برتانیا ته واوړي په انګلیس کانال کې ډوب شو. نوموړی د سوډان اصلي اوسېدونکی و.

 

نورې ليکنې