برتانوی پوله ساتونکی له یو کډوال سره. انځور:‌ پېکچر الاینز
برتانوی پوله ساتونکی له یو کډوال سره. انځور:‌ پېکچر الاینز

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته د اوښتونکو کډوالو د موبایلو ضبط او پلټل سم کار بولي. د یاد وزارت مدافع وکیلانو د برتانیا سترې محکمې ته ویلي، چارواکي کولی شي چې د کډوالو د موبایلونو په څېړلو سره د قاچاق وړونکو په هکله معلومات ترلاسه کړي.

د برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین د یو راپور له مخې درې پناه غوښتونکو ادعا کړې ده چې د برتانیا د کورنیو چارو وزارت د یوې داسې پالیسۍ پر بنسټ چې خپره شوې نه ده د هغو کډوالو موبایلونه ضبط کړي چې په وړو کښتیو کې یې ځانونه برتانیا ته رسولي‌ دي.

په ورته مهال د برتانیا د کورنیو چارو وزارت مدافع وکیلانو ویلي که څه هم دوی مني چې د یادې پالیسۍ ځینې اړخونه قانوني‌ نه دي، خو د کډوالو د موبایلونو ضبط او څېړل بیا قانوني بڼه لري.

بیا ولولئ:‌ انګلیس کانال: په روانه میاشت کې تر ۱۳۰۰ ډېر کډوال برتانیا ته اوښتي دي

دا پالیسي چارواکو د ۲۰۲۰ د اپریل تر نومبر پورې عملي کړې ده. په دغه موده کې د انګلیس کانال له لارې برتانیا ته رسېدلي کډوال دې ته مجبور شوي ول چې خپل موبایلونه چارواکو ته ورکړي. داسې اټکل کېږي چې د دې پروسې په جریان کې زرګونه موبایلونه ضبط شوي وي.

د برتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریتي پاتل مدافع وکیل سېر جېمز ادي کیو سی د تېرې سه شنبې په ورځ محکمې ته وویل، د هغو کسانو موبایلونه نیول شوي دي چې د انګلیس کانال له لارې یې ځانونه برتانیا ته رسولي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه سفرونه د کډوالو ژوند په خطر کې اچوي. په وینا یې چارواکي کولی شي چې د کډوالو د موبایلونو په څېړلو سره معلومه کړي چې یاد سفرونه چا تنظیم کړي دي.

بیا ولولئ:‌ انګلیس کانال: په ۲۰۲۱ کې برتانیا ته د اوښتونکو کډوالو شمېر ریکارډ کچې ته رسېدلی

د برتانیا د کورنیو چارو وزارت په لومړي سر کې د کډوالو د موبایلونو د ضبط خبر ناسم بللی و، خو لږ وروسته یې تایید کړ.

بل پلو د کورنیو چارو وزیرارت یو بل مدافع وکیل الن پېن کیو سي‌ محکمې ته وویل چې د برتانیا قوانین د مهاجرت اړوند جرمونو کې چارواکو ته د ځینو وسایلو د ضبط اجازه ورکوي.

په وینا یې د پخوانۍ پالیسۍ ځینو اړخونو قانوني بڼه نه درلوده، خو اوس دا پالیسي قانوني ده ځکه دا مهال لږ موبلونه نیول کېږي او چارواکي هغه کسان په نښه کوي چې د کښتۍ چلولو مسولیت پر غاړه لري.

تر اوسه د برتانیا سترې محکمې په دې هکله پرېکړه نه ده کړې.‌

 

نورې ليکنې