ډنمارک کې د مهاجرو یوه ډله. انځور: پېکچر الاینز
ډنمارک کې د مهاجرو یوه ډله. انځور: پېکچر الاینز

د اروپایي ټولنې د پناه غوښتنې اداره وایي‌ چې د ۲۰۲۱ له نومبر میاشتې راهیسې اروپایي اتحادیه کې د پناه غوښتونکو شمېر یو ځل بیا لوړ شوی دی. په وینا یې په نومبر میاشت کې اروپایي ټولنه کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه برخه افغانانو جوړوله.

د اروپایي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې په وینا د ۲۰۲۱ له نومبر میاشتې راهیسې اروپایي هیوادونو کې د پناه غوښتونکو په شمېر کې یو ځل بیا زیاتوالی راغلی دی. د یادې ادارې له مخې تېره نومبر میاشت اروپایي ټولنه،‌ سویس او ناروې کې ټولټال ۷۱۴۰۰ پناه غوښتونلیکونو ثبت شوي دي.

زیاته شوې ده چې په نومبر میاشت کې افغانانو نږدې ۱۳۰۰۰ پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي دي چې په اروپایي ټولنه کې یې د کډوالو تر ټولو لویه برخه جوړوله.

همدارنګه سوریایي‌ کډوالو تېر نومبر ۱۱۵۰۰ پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي وو چې له افغانانو وروسته د کډوالو دویمه ډله جوړوي.

د یادې ادارې له مخې په نومبر میاشت کې د کم عمر لرونکو افغان کډوالو شمېر ۳۲۰۰ تنو ته رسېدلی و.

اروپایي ټولنه کې د کډوالو دریمه لویه ډله بیا عراقیانو جوړوله چې د ۲۰۲۱ نومبر میاشت کې یې شمېر ۴۳۰۰ تنو ته رسېدلی و.

دغه راز د پاکستاني‌ کډوالو په شمېر (۲۸۰۰) کې هم د پخوا پرتله زیاتوالی راغلی و.

بیا ولولئ: فرانسه: په ۲۰۲۱ کې د کډوالۍ شمېرې

یادې ادارې زیاته کړې چې تېر نومبر ۴۰ سلنه بهرنیانو ته د قبولۍ او یا جانبي حفاظت سندونه ورکړل شوي دي چې د ۲۰۲۱ د سپټمبر میاشتې په پرتله ۱ سلنه کموالی ښيي.

خو د سوریایانو د قبولۍ کچه ۹۱ او د افغانانو د قبولۍ کچه بیا ۹۲ سلنې ته لوړه شوې وه. 

 

نورې ليکنې