د ارشیف انځور: رویټرز
د ارشیف انځور: رویټرز

په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې همجنس خوښوونکي او نرښځیان په وېره کې شپې سبا کوي او برخلیک یې نامعلوم دی. نن سبا ډیری دوه جنسه کسان اړ دي چې په پټه ژوند وکړي. دوی د اقتصادي ناورين او وزګارۍ سربېره ځان ته کار هم نه شي‌ موندلی.‌

د بشري حقونو د څار او غیر انتفاعي LGBT ټولنې په یوه راپور کې ویلي چې د طالبانو له راتګ راهیسې د نرښځیانو ژوند او امنیت له جدي ګواښ سره مخ دی.

دا راپور د اکتوبر، نومبر او دسمبر په میاشتو کې د ۶۰ همجنس خوښوونکو او نرښځیانو سره د مرکو پر بنسټ لیکل شوی دی. د دې راپور له مخې طالبانو یادو ډلو ته ګواښونه کړي او په ځینو مواردو کې جنسي تېری هم پرې کړی دی.

د طالبانو له واکمنۍ مخکې هم همجنس خوښوونکي او نرښځیان له تاوتریخوالي او ګواښونو سره مخ وو، خو د پخواني رژیم له ړنګېدو وروسته یې پر وړاندې ګواښونه نور هم زیات شوي دي.

راپور کې د دوه همجنس خوښوونکو له قوله ویل شوي چې د طالبانو له خوا ورباندې جنسي تېری شوی دی. ځینو نورو بیا ویلي چې طالبانو بریدونه پرې کړي دي.

په افغانستان کې خراب اقتصادي وضعیت او د ژمي په سړه هوا کې د لوږې ګواښ ته په پام سره، ډیری دغه خلک وايي چې دوی د کار د نشتوالي په اړه جدي اندیښنې لري.

همجنس خوښوونکې مېرمنې نهان چې پخوا یې په یوه مطبعه کې کار کاوه، د اګست په میاشت کې د طالبانو له راتګ سره خپله دنده له لاسه ورکړه. د نوموړې له قوله ویل شوي: «ډېریو همجنس خوښوونکو او نرښځیو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي. دوی اوس هم خواړو ته اړتيا لري، که څه هم په پټه کې ژوند کوي.»

راپور کې راغلي چې په افغانستان کې جنسي تجارت، نڅا او محفلونو د نرښځیانو د فعالیتونو لویه برخه جوړوله، چې د طالبانو له راتګ وروسته پکې د پام وړ کموالی راغلی دی.

بیا ولولئ:‌ د افغانستان د جنسي‌ اقلیتونو یوه ۲۹ کسیزه ډله برتانیا ته رسېدلې

د ۲۰۱۷ کال د جزا قانون له مخې په افغانستان کې همجنس بازي منع شوې ده.

د طالبانو د لومړۍ دورې پر مهال داسې راپورونه خپاره شوي ول چې له مخې یې په همجنسبازۍ تورن کسان په اعدام محکوم شوي وو.

د راپور چمتو کوونو هڅه کړې چې د طالبانو د ویاند نظر هم واخلي، خو بریالي نه دي شوي.

په ورته مهال د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشرې حیدر بار پر حکومتونو غږ کړی چې پر طالبانو فشار راوړي څو په افغانستان کې د دغو ډلو حقونه تامین کړي. د هغې په ​​​​وینا، نرښځیان او همجنس خوښوونکي باید له ګواښ پرته د بشري مرستو او د پناه غوښتنې فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

 

نورې ليکنې