محبوب الرحمن دې شرکت کې ژوند کوي. انځور: دي ار
محبوب الرحمن دې شرکت کې ژوند کوي. انځور: دي ار

افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره د پخواني نظام ډېری کارکوونکي د خپل هیواد پرېښودو ته اړ شوي دي. محبوب الرحمن د پولیسو پخوانی افسر دی چې وایي د ګواښونو له کبله ترکیې ته تللی دی. هغه د خپلو سترګو لیدلی حال وایي.

«زه اووه ویشت کلن او د کابل د قره باغ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی یم. پخواني نظام کې مې وظیفه لرله.‌ د پولیسو افسر وم او نهه کاله مې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو کې دنده ترسره کړې ده. د طالبانو له راتګ مخکې په زابل کې می دنده درلوده، خو ګواښونو د خپل هیواد پرېښودو ته اړ کړم.‌

په تېره لسیزه کې مې په وار وار له ترهګرو سره مخامخه جګړه کړې ده. څو ځله د مرګ له خطر سره مخ شوی یم.‌ ملګري مې د طالبانو له لوري وژل شوي‌ دي. 

کله چې زابل سقوط وکړ، ما په هماغه ورځ کابل ته ځان ورساوه. بیا له کابله نیمروز ته او له نیمروزه ایران ته لاړم. دوه اونۍ مې ایران کې تېرې کړې. ډېره وېره مې لرله ځکه چې ایراني ځواکونه سند نه لرونکي افغانان نیسي او افغانستان ته یې شړي. 

بیا ولولئ:‌ پخوانی محلي پولیس:‌ «د طالبانو له راتګ سره مې ژوند له وېرو ډک دی»

څلور میاشتې کېږي چې له شرکته نه یم وتلی

له ایرانه د زیاتو پیسو په بدل کې ترکیې ته راغلم. دا ځل مې هم سفر له ګواښونو ډک و. ترکي پوله ساتونکي له افغان کډوالو سره تاوتریخجن چلند کوي.

اوس نږدې څلور میاشتې کېږي چې د ترکیې په انقره ښار کې یم. دلته په یوه لرې پرته سیمه کې په یو شرکت کې شپې سبا کوم. یو بل مهاجر هم راسره دی. موږ د شپې له خوا د شرکت ساتنه کوو. 

ترکیه کې کډوال اړ دي چې کېملیک یا د کډوالۍ سند ولري.‌ زه کېملیک نه لرم ځکه له شرکت څخه نه وځم. له څلورو میاشتو راهیسې له شرکته بهر نه یم تللی. همدلته شپې او ورځې تېروم. دولت ته هم مراجعه نه شم کولی ځکه دوی د ایرانیانو په څېر سند نه لرونکي افغانان نیسي او افغانستان ته یې استوي.

بیا ولولئ:‌ افغان کډوال په ایران کې:‌ «د ګواښونو له کبله افغانستان ته نه شم ستنېدلی»

محبوب الرحمن وایي چې شرکت کې د ژوندانه اسانتیاوې نشته.‌ انځور:‌ دي ار
محبوب الرحمن وایي چې شرکت کې د ژوندانه اسانتیاوې نشته.‌ انځور:‌ دي ار

طالبانو زموږ کور ته مکتوب استولی

په شرکت کې د ژوند حالت ښه نه دی.‌ دلته د ژوندانه اسانتیاوو ته لاسرسی نه لرو. د شرکت خاوند په اونۍ کې دوه درې ځله موږ ته ډوډۍ راکوي. بس ګذاره پرې کوو. 

دلته مې معاش هم کافي نه دی. له یوې خوا مجبور یم چې له خپلې کورنۍ سره مالي مرسته وکړم، له بلې خوا ترکیه کې څوک اسناد نه را کوي او زه باید سفر ته تیاری ونیسم.‌ د دې لپاره چې یو اروپایي ته ولاړ شم او هلته نوی ژوند پیل کړم، پیسو ته اړتیا لرم.

بیا ولولئ: افغان قاضي: «د ګواښونو له امله له ژونده په تنګ راغلی یم»

افغانستان ته نور نه شم ستنېدلی ځکه هلته مې ژوند په خطر کې دی. طالبانو لږ مخکې زموږ کور ته مکتوب استولی دی. دوی په مکتوب کې پوښتلي دي چې زه چېرته یم. 

له نړیوالې ټولنې څخه مې غوښتنه دا ده چې له ما سره مرسته وکړي.‌ دوی باید هغه افغانان یوازې پرې نه ږدي چې پخواني نظام کې یې دندې ترسره کړې دي او ژوند یې د طالبانو له لوري له خطر سره مخ دی.»

 

نورې ليکنې