انځور:‌ پېکچر الاینز
انځور:‌ پېکچر الاینز

د ملګري ملتونو ادارې نوی راپور ښيي چې طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې تر ۱۰۰ ډېر پخواني افغان چارواکي، امنیتي ځواکونه او هغه کسان وژلي دي چې له بهرنیو ځواکونو سره یې دندې ترسره کړې وې.

دغه راپور تېره یکشنبه خپور شوی او د یاد سازمان د امنیت شورا ته سپارل شوی دی.‌ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي چې د قربانیانو څه باندې «دوه پر دریمه برخه» د طالبانو او د طالب پلویانو له خوا له محاکمې پرته وژل شوي دي.

راپور کې راغلي دي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ماموریت یا یوناما «د پخوانیو چارواکو، امنیتي کسانو او د بهرنيو ځواکونو پخوانيو همکارانو د وژنو، جبري لادرکه کولو او د هغوی پر وړاندې د نورو سرغړونو په هکله باوري ادعاوې ترلاسه کړې دي.»

بیا ولولئ:‌ پخوانی محلي پولیس:‌ «د طالبانو له راتګ سره مې ژوند له وېرو ډک دی»

د راپور له مخې دغه موده کې د مدني‌ ټولنې ۸ فعالان هم وژل شوي دي. د نوموړو کسانو له ډلې درې تنه یې طالبانو او درې تنه نور بیا داعشیانو وژلي دي. دغه راز د مدني‌ ټولنې لس فعالان نیول شوي دي، د طالبانو له خواګواښل شوي دي او یا وهل ټکول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ادارې عمومي مشر دا هم وویل چې «د بشري حقونو پر فعالانو او د رسنیو پر کارکوونکو په دوامداره توګه بریدونه شوي، ګواښل شوي، ځورول شوي، نامناسب چلند ورسره شوی، نیول شوي او یا وژل شوي‌ دي.»

همدارنګه دوه خبریالان د داعش له خوا وژل شوي او دوه ټنه نور بیا ناپېژانده وسله والو ټپیان کړي‌ دي.

بیا ولولئ:‌ پخوانی افغان افسر په ترکیه کې: «ګواښونو د خپل هیواد پرېښودو ته اړم کړم»

ښاغلي ګوتېرش زیاته کړه چې د طالبانو له راتګ شپږ میاشتې وروسته لا هم وضعیت په افغانستان کې نامطمین دی ځکه دغه هیواد له سیاسي، ټولنیزو،‌ اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دی.

طالبانو بیا د ملګرو ملتونو نوی راپور رد کړی دی او ویلي‌ یې دي‌ چې دا راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی دی.

 

نورې ليکنې