د بلغاریا پوله ساتونکي. انځور: ګېتې ایمېجېز
د بلغاریا پوله ساتونکي. انځور: ګېتې ایمېجېز

د ځایي رسنیو په حواله د بلغاریا پولیسو پرون سه شنبه د دغه هیواد په بورګس سیمه کې په یوه لارۍ کې ۶۱ کډوال موندلي دي. له تېرو څو کلونو راهیسې ډېری کډوال په لاریو کې د بلغاریا له لارې د اروپا لوېدېځو هیوادونو ته د راتګ هڅه کوي.

د بلغاریا خبري اژانس نووینیتي د یو خبر له مخې د دغه هیواد ځواکونو د سه شنبې ورځې د سهار په اته بجو د زاهاري ستویانوف او ګیورګي پانوف ترمنځ سیمه کې یوه ټکر شوې لارۍ وموندله چې چلوونکی یې نه درلود.

پولیسو یاده لارۍ کې ۶۱ نارینه کډوال موندلي دي چې عمرونه یې ۲۵ کاله دي.

د موندل شويو له ډلې یو یې د بورګاس ښار یونیورسیتي روغتون ته انتقال شوی دی.

بلغاریا د اروپایي ټولنې پر باندني سرحد پراته ده او د یو ترانزیټ هیواد په توګه پېژندل کېږي.‌ ډېری کډوال د ترکیې له لارې دغه هیواد ته د ننوتلو هڅه کوي. تېر کال د بلغاریا حکومت اعلان کړی و چې د کډوالو د څپو د مخنیوي لپاره له ترکیې سره پولې ته نور سرتېري استوي.‌

د یادولو ده چې تېره جنوري میاشت د بلغاریا سرحدي ځواکونو په یوه میني بس کې ۴۳ تنه افغان کډوال نیولي وو چې د صربیا پولې خوا ته روان ول. دغه افغانان چې د بلغاریا د کډوالۍ په اداره کې یې نوم لیکنه کړې وه، د میني بس په هغه برخه کې موندل شوي‌ وو چې مالونو ته ځانګړي شوي دي.

 

نورې ليکنې