د پرو ازيول رئيس، ګيونتر بورکاردت
د پرو ازيول رئيس، ګيونتر بورکاردت

د بشري حقونو سازمان پروازيول غوښتنه کړې ده چي اروپايي اتحاديه بايد د افغانانو سره خپلې مرستي په ښکاره توګه پراخي کړي.

د پروازيول سازمان رئيس ګيونتر بورکاردت ويلي دي: «موږ غبرګ هوايي دهليز ته اړتيا لرو: و افغانستان په پروازونو کي بايد بشري مرستي او مالونو انتقال کړل سي او له هغې خوا بايد هغه انسانان چي محافظت ته اړتيا لري راوستل سي.» نوموړي دا څرګندونې په داسي حال کي کړي دي چي د اروپايي اتحاديې په پارلمان او د اتحاديې د کورنيو چارو د وزيرانو په غير رسمي غونډه کي د افغانستان په هکله خبري اتري پيليږي. دغه خبري اتري له پنجشنبې (د ۲۰۲۲ د فبرورۍ ۳يمه) څخه پيليږي. 

د کاتوليکي خبري آژانس د راپور له مخي بورکاردت زياته کړې ده چي د ملګرو ملتونو له وروستيو معلوماتو څرګنده سوې ده چي په افغانستان کي په عاجله توګه مرستو ته اړتيا سته. نوموړي ويلي چي د ملګرو ملتونو د سازمان د يو نوي راپور له مخي د طالبانو له لوري د اګست په مياشت کي و واک ته تر رسېدو راهيسي تر ۱۰۰ څخه زيات د مخکني حکومت او د باندنيو ځواکونو افغان همکاران وژل سوي دي. هغه زياته کړې چي دغه راپور ښودلې چي د بشري حقونو فعالين او ژورنالستان مخ په وړاندي د بريدونو، تحديدونو، زبړونو، شنکجې او وژنو قربانيان دي. 

د بورکاردت په وينا له همدې کبله بايد مسؤل کسان له افغانستان څخه د محافظت د متلاښي کسانو موضوع ته په خپله آجندا کي تر ټولو لوړ ځای ورکړي. هغه غوښتنه کړې چي «د اروپايي اتحاديې غړي هيوادونه بايد د ملګرو ملتونو د دغو نوو معلوماتو رابرسېره کېدو وروسته بالآخره اقدام وکړي.» هغه زياته کړې چي اروپا بايد هغو افغانانو ته چي محافظت ته اړتيا لري بېله بيوروکراسۍ څخه او بېله وخت د ضايع کولو څخه محافظت ورکړي.

د پرو ازيول رئيس نيوکه کړېده چي د دې پر ځای چي اروپايي اتحاديه اړينو افغانانو ته محافظت ورکړي، دغه اتحاديه د خپلو بانديو پولو پر تړلو او د هغوی پر حفاظت تمرکز کوي. د هغه په وينا دا په داسي حال کي چي و محافظت ته اړمن انسانان په افغانستان کي بند پاته دي او په افغانستان کي سياسي او بشري وضعيت مخ لا پر خرابېدو دی. هغه خبرداری ورکړی دی چي و محافظت ته د اړتيا لرونکو افغانانو لپاره د امکاناتو دروازه مخ په بندېدو ده چي له لاري يې هغوی اروپا ته راتللای سي. بورکاردت وايي چي د افغانانو د منلو په پروسه کي په څو سطحو کي بندښونه سته.

بورکاردت نيوکه کړېده چي په مصنوعي توګه په تيرو مياشتو کي د هغو کسانو شمير کم ښودل سوی چي و محافظت ته اړتيا لري. هغه غوښتنه کړېده چي هغه شمير چي له مخي يې افغانانو ته په اروپا کي د منل کېدو تضمينونه ورکول کيږي بايد د حقيقت سره د تناسب له مخي زيات کړل سي. هغه ويلي چي تر کوم وخت پوري چي دلاروه د مېرمنو د حقونو فعاليني، تنقيدي ژورنالستان او د بشر د حقونو نور مدافعين په افغانستان کي بند پاته وي بايد دا دليل وړاندي نه کړل سي چي ګواکي ۴۰ زره کسان ومنل سول او نور دي بس وي. 

آ./ا.ا.

 

نورې ليکنې