د آلمان د پارلمان يوې غړي د دغه هيواد پر حکومت ږغ کړی دی چي د سپيني روسيې پر پوله بند پاته مهاجر دي په مستقيمه توګه آلمان ته راولي او هغوی دي ومني.
د آلمان د مرکزي پارلمان بوندستاګ غړي او په ائتلافي حکومت کي د شريک زرغون ګوند سياستوالي، لوييزه امتسبېرګ د آلمان پر حکومت ږغ کړی دی چي د سپيني روسيې پر پوله بند پاته مهاجر دي په مستقيمه توګه ومني. امستبېرګ د بشري حقونو په هکله د سياست او بشري مرستو لپاره ځانګړې ماموره هم دی. دغې سياستوالې و آلمان ته د يادو مهاجرو د اضطراري ترانسپورت د آسانتيا غوښتنه کړېده.
هغې ويلي دي چي دا هيله لري چي آلمان د يادو انسانانو سره د مرستي کومه لاره پيدا کړي. نوموړي دا څرګندونې د آلمان د يوې رسنيزې شبکې سره د خبرو پر وخت کړي دي. هغې وويل چي پر پولنډ پروت فشار درک کولای سي خو په وينا يې د اروپا پولې د هغو کسانو په وړاندي پرانستلي پاته وي چي د پناه متلاښي دي.
دا لومړی ځل نه دی چي امتسبېرګ پر دغه موضوع خپل نظر څرګندوي. هغې د جنورۍ مياشتي په پېل کي لا و آلمانۍ خبري ورځپاڼي شپيګل ته ويلي ول چي هر هغه څوک چي د پناه غوښتنه کول غواړي، بايد چي د پناه غوښتنه يې په اصولي توګه وارزول سي. هغې زياته کړې وه چي البته د پناه غوښتنې دغه حق د پولنډ او سپيني روسيې پر پوله ځنډول سوی دی.
د تېر دوبي راهيسي په زرونو مهاجرو چي اکثريت يې له عراق او افغانستان څخه دي و سپيني روسيې ته د الوتکو په مرسته راوستل سوي او هغوی هيله لري چي له سپيني روسيې څخه به اروپايي اتحاديې ته داخل سي. له دوی څخه اکثرو يې په خپلو هيوادونو کي د سفر خدمات وړاندي کوونکو شرکتونو له لاري د پرواز ټکټونه رانيولي او د سپيني روسيې پلازميني مينزک ته راغلي دي.
پولنډ تور لګوي چي هغه کسان د سپيني روسيې يا بيلاروس د چارواکو له خوا د اروپايي اتحادیې باندنۍ پولې ته رهنمايي کيږي. پولنډ تور لګوي چي د سپيني روسيې واکمن اليکزاندر لوکاشېنکو غواړي له دې لاري د اروپايي اتحاديې څخه د ورباندي لګول سوو بنديزونو غچ واخلي. خو مينزک دغه تورونه ردوي.
آ./ا.ا.