د یوناني ځواکونو له خوا ژغورل شوي کډوال. انځور:‌ اجین بوت رپورت
د یوناني ځواکونو له خوا ژغورل شوي کډوال. انځور:‌ اجین بوت رپورت

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر وایي د یونان ساحلي‌ ځواکونو درې کډوال چې په ناقانونه طریقه د دغه هیواد خیوس ټاپو ته رسېدلي وو سمندر ته غورځولي دي. د دغو کډوالو له ډلې دوو تنو یې په لامبو سره ترکیې ته ځان رسولی، خو درېم کډوال تر دې دمه لادرکه دی. د ترکیې د چشمې سیمې څارنوالۍ د دې پېښې په تړاو دوسیه پرانیستې ده.

د اجین بوت رپورت سازمان د معلوماتو له مخې تېره یکشنبه د کډوالو یوه ۲۱ کسیزه ډله له ترکیې څخه د اژې سمندر له لارې د یونان خیوس ټاپو ته ورسېدله. دوی خیوس ته له رسېدو وروسته د پولیسو له وېرې له یو بل څخه جلا شول.

ویل کېږي چې یوناني چارواکو ۱۲ تنه په یوه کښتۍ کې سپاره کړي او د ترکیې په لور یې شړلي دي. یاد کډوال ترکي چارواکو د چشمې په ساحلي‌ اوبو کې ژغورلي دي. اجین بوت رپورت وایي چې شپږ تنه نور پولیسو نیولي دي. داسې ویل کېږي چې پاتې درې کسان د یکشنبې په شپه سمندر ته غورځول شوي دي.

«وروستۍ خبرې یې دا وې: لامبو مې نه ده زده»

له دغو کډوالو یو یې ترکي چارواکو ته ویلي:‌ «مخکې له دې چې [د یونان ساحلي ځواکونو] موږ اوبو ته وسپاري، دوی موږ ته د ژغورنې واسکټونه راکړل، خو واسکټونه د ماشومانو لپاره وو.»

دا ویډیو د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو پر خپله ټویټر پاڼه خپره کړې ده.

د ترکیې ساحلي ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دوو کډوالو په لامبو سره ځانونه ساحل ته رسولي دي، خو یو تن نور بیا لادرکه دی. ترکي چارواکو تېره دوشنبه د یاد کډوال د موندلو هڅه وکړه، خو بریالي نه شول.

ویډیو کې یاد مهاجر وایي:‌ «هغه ویل چې لامبو یې نه ده زده، خو دوی [د یونان ساحلي ځواکونو] ورته غوږ نه نیوه… وروستۍ خبرې یې دا وې:‌ لامبو مې نه ده زده، نه پوهېږم چې څنګه لامبو ووهم.»

خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې د چشمې څارنوالۍ د پېښې په اړه دوسیه پرانیستې ده. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر پر اروپایي ټولنه نیوکه کړې چې د دې پېښې په هکله هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی.

۲۰۲۱ کې تر ۶۰۰ ډېر مهاجر په شا تمبول شوي

یونان تر اوسه دا خبر رد یا تایید کړی نه دی. کډوال نیوز هڅه وکړه چې له یوناني چارواکو سره اړیکه ونیسي، خو بریالی نه شو.

له تېرو څو کلونو راهیسې د ترکیې او یونان ترمنځ اړیکې ترینګلې دي. ډېری وختونه ترکي چارواکي د اروپایي ټولنې د غندلو لپاره د کډوالو له مسلې څخه ګټه پورته کوي. 

همدارنګه پر یوناني چارواکو تور دی چې کډول له خپلې پولې څخه شړي. سازمانونو په وار وار اژه سمندر کې د یوناني ځواکونو له خوا د کډوالو په شا تمبولو پېښو په هکله راپورونه ورکړي دي. 

د اجین بوت رپورت د شمېرو له مخې په ۲۰۲۱ کې ۶۲۹ کډوال د اژې سمندر څخه په شا تمبول شوي دي. یاد سازمان د ځینو کډوالو له خولې ویلي چې دوی یوناني چارواکو اوبو ته غورځولي دي.

 

نورې ليکنې