د بشري حقونو الماني سازمان پرون چهارشنبه وویل چې یوې ایرانۍ کډوالې د یونان پر وړاندې ملګرو ملتونو ته شکایت ثبت کړی دی. د دغې مېرمنې شکایت لیک کې راغلي دي چې هغه یوناني ځواکونو وهلې ټکولې، «شکنجه» یې کړې او څو ځله یې له یونانه ترکیې ته شړلې ده.
پروین آ چې دمګړۍ په جرمني کې اوسېږي په یوه انلاین خبري کنفرانس کې وویل چې له یونانه ترکیې ته د شپږم ځل لپاره د شړل کېدو پر مهال یې لاسونه زولانه شوي وو. نوموړې زیاته کړې چې هغه یوناني ځواکونو وهلې او ټکولې، ګاز یې پرې کارولی، شکنجه یې کړی او نږدې و چې و یې وژني.
دغه ښځه د ۲۰۲۰ د فبرورۍ تر جون میاشتې پورې شپږ ځله له یونانه ترکیې ته شړل شوې ده.
د بشري او اساسي حقونو لپاره د اروپایي مرکز په نوم د الماني سازمان حقوقي سلاکارې هانا هکیکي دغه کنفرانس کې وویل چې د یادې مېرمنې په نیابت یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته شکایت ثبت کړی دی.
هکیکي وویل چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په غیرانساني شرایطو کې د کډوالو د بندي کولو، ورسره د تاوتریخجن چلند او د دوی د غیررسمي شړنې په تړاو شکایت ثبت شوی دی.
دغه سازمان چې په برلین کې موقعیت لري زیاته کړې ده چې یاده مېرمنه توانېدلې چې له یونان څخه د شړل کېدو لږ مخکې له خپل موبایل سره «کمیابه» انځورونه واخلي.
د فورنسېک ارکېتکچر سایټ څېړونکي ستفانوس لېوېدیس ویلي: «موږ د یوې سرحدي پوستې داسې انځورونه کله هم نه وو لیدلي.»
یادې ایرانۍ ویلي چې یوناني ځواکونو هغه د سرحدي پوستې په چتلو کوټو او کانتینرونو کې بندي کړې ده. په وینا یې نوموړې د ماشومانو او مېندوارو ښځو په ګډون له نورو مهاجرو سره د تاوتریخوالي شاهده وه.
دغې ښځې د بخښنې نړیوالې ادارې او د بشري حقونو ۳۶۰ په ګډون د څلورونو نورو سازمانونو په حضور کې وویل چې پوله ساتونکو د کډوالو موبایلونه مات کړي دي او د هغوی ډوډۍ او کالي یې ترې اخیستي دي.
سازمانونو په وار وار پر یونان تور لګولی دی چې په مهاجر کمپونو کې له کډوالو سره ناسم چلن کوي او له پولې څخه کډوال په شا تمبوي. خو د یونان حکومت بیا دغه ادعاوې ردوي.
دا په داسې حال کې چې له پرون راهیسې د یونان او ترکیې پر پوله د ۱۶ کډوالو مړي موندل شوي دي. ترکي چارواکو د دې پېښې پړه د یونان پر غاړه اچولې ده، خو یونان بیا دا ادعا «پروپاګندا» بللې ده.
د یو بل خبر له مخې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو ویلي چې د یونان ساحلي ځواکونو درې کډوال چې په ناقانونه طریقه د دغه هیواد خیوس ټاپو ته رسېدلي وو سمندر ته غورځولي دي. د دغو کډوالو له ډلې دوو تنو یې په لامبو سره ترکیې ته ځان رسولی، خو درېم کډوال تر دې دمه لادرکه دی.