د ارشیف انځور: رویټرز
د ارشیف انځور: رویټرز

د بي بي سي د یو خبر له مخې د افغانستان د کرېکت لوبډلې درې اداري کارکوونکي او یو لوبغاړی له ویسټ انډیز څخه لندن ته تر ستنېدو وروسته په دغه ښار کې پاتې شوي دي. ټاکل شوې وه چې دوی بېرته افغانستان ته ستانه شي.

د افغانستان د کرېکټ لوبډله د یکشنبې په ورځ‌ له ویسټ انډیز څخه لنډن ته ورغلې وه او تمه کېده چې کابل ته ستنه شي.

خو د بي بي سي د یو خبر له مخې د یادې لوبډلې درې اداري کارکوونکي او یو لوبغاړی د لندن په هیترو هوایي ډګر کې له پاتو لوبغاړو جلا شوي او برتانیا کې پاتې شوي‌ دي.

برتانیا کې د پاتو شویو کسانو نومونه لا نه دي معلوم.

د افغانستان د کرېکټ لوبډلې د ۱۹ کلنو کرېکټ په نړیوالو جام کې څلورم مقام خپل کړی و.

بیا ولولئ:‌ کرېکټ، د افغان کډوالو او فرانسویانو ترمنځ اړیکه

تېر کال پر افغانستان د طالبانو تر ولکې وروسته د افغانستان د فوټبال ښځېنه لوبډلې لوبغاړو په ګډون زیات شمېر افغان لوبغاړي له افغانستان څخه وایستل شول. د افغانستان د سوک وهنې لوبډلې غړو په څېر ځینې نور بیا په نورو هیوادونو کې پاتې شول.

 

نورې ليکنې