د ارشیف انځور: پېکچر الاینز، دي پي اې، یو، دک
د ارشیف انځور: پېکچر الاینز، دي پي اې، یو، دک

د فرانسې په تولوز ښار کې نږدې ۱۰۰ کم سنه او بې پرسته مهاجر چې د ماشومانو له محکمې څخه یې د استیناف غوښتنه کړې ده ښایي خپله سرپناه له لاسه ورکړي. د تولوز ښاروالۍ ویلي په پام کې لري چې د اپاد د تورل په نوم هغه استوګنځی وتړي چې یاد مهاجر پکې اوسېږي. دا مرکز دوه کاله مخکې کم سنه کډوالو ته ځانګړی شوی و.

د فرانسې په تولوز ښار کې د تورل د بوډاګانو د پالنې پخوانی مرکز د ۲۰۲۰ له فبرورۍ راهیسې هغو ماشومانو ته ځانګړی شوی چې د خپل عمر د تثبیتولو لپاره یې د ماشومانو له محکمې څخه د استیناف غوښتنه کړې ده. دغه مرکز چې د تولوز ښاروالۍ له خوا پرانیستل شوی او تمویلېږي دمګړۍ نږدې سل کډوال پکې اوسېږي.

خو د جنورۍ پر ۲۵مه د تولوز ښاروالۍ اعلان وکړ چې دا مرکز به وتړي. ټاکل شوې ده چې یاد مرکز د فبرورۍ پر ۷مه وتړل شي. په ورته مهال مهاجر پلوه سازمانونو د ښاروالۍ پر دې پرېکړې نیوکې کړې دي.

تولوز کې د نړیوالو ډاکټرانو غړی نیکولا پووي وایي: «دا یو حیرانوونکی خبر دی.» نوموړی پر ښاروالۍ نیوکه کوي چې د کومې بلې حل لارې پرته د ژمي په سړه هوا کې دغه استوګنځی تړي.

«مهاجر اړ دي چې د سړکونو پر غاړه شپې سبا وکړي»

د تولوز ښاروالۍ بیا سازمانونو ته د یو لیک په استولو سره ویلي چې د دغو تنکي ځوانانو یوه برخه به یې نورو استوګنځیو ته ولېږدول شي. خو نور جزیات یې نه دي ورکړي. په وینا یې پاتې نور باید «عامه خدماتو» ته مراجعه وکړي.‌

د اتونومي‌ ټولنې غړې الیس وایي: «دا څه مانا ورکوي؟ عامه خدمات ۱۱۵ نومېږي، خو که مهاجر ۱۱۵ شمېرې ته زنګ ووهي، هېڅوک هم ځواب نه ورکوي. یوازنۍ لاره دا ده چې مهاجر بېرته سړکونو ته ستانه شي.»

سازمانونه وایي چې دا مشکل حل لاره نه لري: استیناف غوښتونکي مهاجر د ماشومانو سره د مرستې ادارې له خدماتو څخه برخمن کېدای نه شي. د ۱۱۵ شمېرې ته هم زنګ نه شي وهلی ځکه چې دا شمېره بالغو کډوالو ته ځانګړې شوې ده.

«کډوال غافلګیر شوي»

سازمانونو د ۲۰۲۰ د ډسمبر په میاشت کې د تورل د بوډاګانو د پالنې مرکز په هکله له ښاروالۍ سره خبرې کړې وې. د نړۍ ډاکتران په یوه اعلامیه کې وایي چې ټاکل شوې وه چې د بوډاګانو مرکز بل ځای ته نقل مکان وکړي او اوسنۍ ودانۍ د ټولنیزو خدماتو ادارې ته ورکړل شي. هغه وخت ښاروالۍ ویلي وو چې دا کار به د ۲۰۲۲ تر اپریل میاشتې پورې نه ترسره کېږي.

الیس وایي: «کم سنه کډوال یې غافلګیر کړي دي.» د دغو ځوانانو ډله کې ډېری یې افریقایان دي او د اسپانیا یا ایټالیا له لارې فرانسې ته رسېدلي دي. دوی هڅه کوي چې خپل اصلي عمر اثبات کړي. ډېری کسان د تولوز دیپارتمنتي شورا له خوا د کم عمره کسانو په توګه نه دي پېژندل شوي. دوی بیا د دې پرېکړې پر وړاندې د استیناف غوښتنه کړې ده.

خو د استیناف غوښتنه په میاشتو میاشتو وخت نیسي. د فرانسې حقونو مدافع د بې سرپرسته مهاجرو په هکله یو راپور کې وایي چې د استیناف غوښتنې د ارزولو په جریان کې کډوال «سرګردان او لالهاند دي، سرپناه نه لري او له زدکړې څخه بې برخې دي.»

د نړې ډاکټرانو غړی نیکولا پوویس په حواله د تورل د بوډاګانو د پالنې مرکز کې یادو ځوانانو ته سرپناه برابر شوې وه، خو په نورو ښارونو کې داسې سرپناوې نشته.

بل پلو د تولوز ښاروالۍ ویلي چې د دې استوګنځي تړل کېدا بېلابېل لاملونه لري. د جنورۍ پر ۲۵ د ښاروالۍ له خوا سازمانونو ته استول شوي لیک کې راغلي دي چې له تېر ژمي راهیسې هلته د تاوتریخوالي څو پېښې رامنځ ته شوې دي. ځینې مهاجر له سرپناه څخه ایستل شوي دي او ساتونکي هلته د شپې او د اونۍ په پای کې ګزمه کوي، خو وضعیت لا هم بدلون نه دی راغلی.

سازمانونه بیا دا خبره ردوي. الیس وایي: «مرکز کې د تاوتریخوالي پېښې رامنځ ته شوې وې، خو جدي نه وې او یوازې څو کسانو پکې لاس درلود. د دې پرېکړې له امله ټول مهاجر زیانمن کېږي.»

ښایي کډوال له روغتیایي او ټولنیزو خدماتو بې برخې شي

د دې مرکز د تړل کېدو له امله مهاجر ښایي له ټولنیزو او روغتیایي خدماتو څخه بې برخې شي. د نړۍ ډاکټرانو غړې مایا لاپورت ورن د دې سازمان په اعلامیه کې ویلي:‌ «زیات شمېر مهاجر روغتیایي ستونزې لري (فزیکی او روحي) او باید ورته رسیدګي وشي. خو له مرکزه تر اخراج وروسته به دوی خدماتو ته لاس رسی و نه لري.»

بله ستونزه: کډوال له زدکړې څخه هم بې برخې کېږي. د توت آن کلاس ۳۱ ټولنې غړې جنیفر ګرومن او فلورانس بورګاد وایي: «هغه کسان چې ښوونځي ته ځي د خپل راتلونکي په هکله اندېښنې لري، که دوی خپله سرپناه له لاسه ورکړي، نو ښونځي کې به یې د بریالي کېدو چانس لږ وي.»

 

نورې ليکنې