د صربیا او هنګري ترمنځ سرحدي پوسته. انځور: رویټرز
د صربیا او هنګري ترمنځ سرحدي پوسته. انځور: رویټرز

د هنګري پولیس وایي د دغه هیواد ځواکونو په تېرو درېو ورځو کې هنګري ته د شاوخوا ۶۰۰ کډوالو د ننوتلو مخه نیولې ده. همدارنګه ۱۲ تنه نور د انساني قاچاق په شک نیول شوي دي.

د هنګري پولیسو پرون دوشنبه د فبرورۍ ۷ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له تېرو درېو ورځو راهیسې یې ۵۸۹ کډوال له خپلې پولې څخه په شا تمبولي دي.

د خبرپاڼې له مخې سرحدي ځواکونو د تېرې جنورۍ میاشتې له ۲۴ تر ۳۰ پورې هنګري ته د ۱۲۹۵ کډوالو د اوښتو مخنیوی کړی دی. دغه راز د جنورۍ له ۳۱ د فبرورۍ تر ۶ پورې د ۱۸۷۲ تنو نورو مخه نیول شوې ده.

خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې تېره اونۍ لږترلږه ۲۱ کسان د انساني قاچاق په شک نیول شوي دي.

بیا ولولئ: هنګري: دوه بوسنیایان اتریش ته د کډوالو د قاچاق په تور په بند محکوم شوي

هنګري خپلې خاورې ته د کډوالو د ننوتلو د مخنیوي لپاره له صربستان او کروېشیا سره پر پوله اغزن تار لګولی دی. همدارنګه د هنګري په سرحدي سیمه کې بېړنی حالت اعلان شوی دی.

هنګري په ۲۰۱۸ کې د ستاپ سوروس په نوم د پناه غوښتنې قانون تصویب کړ. د دغه قانون له مخې هر هغه څوک چې په ناقانونه ډول د شېنګن زون بهر هیواد څخه هنګري ته د مهاجرو د ننوتلو زمینه برابره کړي، په یو کال بند محکومېدلی شي.

یاد قانون هنګري کې د پناه غوښتنلیکونو د ثبت شرایط هم سخت کړي دي. د بېلګې په توګه هغه څوک چې له یو خوندي‌ هیواد په تېرېدو سره هنګري ته رسېدلي‌ وي، په هنګري کې یې د پناه غوښتنه د منلو نه ده. 

‌د یادولو ده چې د اروپایي ټولنې د عدالت محکمې د ۲۰۲‍۱ په نومبر میاشت کې هنګري د پناه غوښتنې حق په برخه کې له اروپایي‌ قوانینو څخه په سرغړونه تورنه کړې وه.

 

نورې ليکنې